‏د ترکيې د دفاع وزارت وايي، چې د دغه هېواد د پوځ د ترانسپورتي الوتکې د غورځېدو پېښه کې ۲۰ ترکي سرتېري وژل شوي.

د ترکیې سي‌-۱۳۰ ډوله پوځي بار وړونکې الوتکه تېره ورځ له اذربایجان څخه تر الوتنې وروسته د ګرجستان په خاوره کې ولوېده.

د ترکیې دفاع وزارت د دغې الوتکې د لوېدو د لامل په اړه څه نه‌دي ویلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version