معاریف اسرائیلۍ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د ترکیې او اسرائیل ترمنځ کړکېچ اوج ته رسېدلی او ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ مخامخ نښته رامنځته شي.
سرچينې ويلي، دا اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوي چې د ترکیې “اي هاها” خیریه بنسټ په مشرۍ د ۲۰ کښتیو یو کاروان د غزې کلابندۍ ماتولو په موخه چمتو شوی دی او وېره ده چې که اسرائیلي ځواکونه یې مخه ونیسي، ښايي د ترکیې له پوځي غبرګون سره مخ شي.
تر دې وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان هم خبرداری ورکړی و، چې که چېرته اسرائیل له خپلو روانو سرغړونو لاس وانخلي نو ښايي ترکيه یې پر وړاندې نظامي غبرګون وښيي.


