د عربيک پوسټ رسنۍ د راپور له مخې، د استانبول لویې څارنوالۍ د اسرائیل لومړي وزیر نتنیاهو او ملي امنیت وزیر ایتمار بن غفیر په ګډون د ۳۵ اسرائیلي چارواکو پر وړاندې تور لیک صادر کړی دی.

دغه تورلیک کې پر یادو کسانو د نسل‌ وژنې، د بشریت ضد جنایتونو او شکنجې تورونه پورې شوي او د هر یوه لپاره د ۴۵۹۶ کلونو بند سزا غوښتل شوې ده.

دا اقدام په نړیوالو اوبو کې د غزې پر لور روان د مرستندویه کاروان (اسطول الصمود) پر بېړیو د برید په تړاو شوی دی.

د ترکیې څارنوالۍ د يادې پرېکړې په غبرګون کې د اسرائیل ملي امنيت وزير بن غفیر پر خپله ایکس پاڼه رجب طیب اردوغان ته سپکې سپورې ویلې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version