د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان، پر سوريه د اسرائيلي رژيم وروستيو بريدونو ته په غبرګون ويلي، هغه کسان چې پر صهیونیستي رژیم باور کوي او په خبره یې د دې رژیم تر څنګ ولاړ دي، بالاخره به وپوهېږي چې یوه ستره تېروتنه یې کړې ده.

اردوغان په خپلو خبرو کې اسرائيلي حاکم رژيم یو «ترهګر، بې‌قانونه، بې‌پروا او بې‌اصوله رژیم بللی دی.»

نوموړي همدا راز د سوریې وروستي کړکېچ ته په اشارې زياته کړې ده «دا رژیم د دروزي وګړو له موضوع څخه ناوړه ګټه اخلي او هڅه کوي چې خپلې یرغلګرې هڅې سوریې ته هم پراخې کړي.»

نوموړي همدا راز ويلي، چې نن سبا د اسرائیلو تېري د سیمې تر ټولو ستره ستونزه ګرځېدلې ده.

اردوغان ټینګار کړی، چې د سوریې تجزیې ته یې پرون هم اجازه نه ده ورکړې او په وينا یې، نه به نن او نه هم سبا داسې یو څه ته اجازه ورکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version