Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»خبر»د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان: هغه نړیوال نظام عادلانه نه دی، چې د څه باندې ۱۹۰ هېوادونو اراده پکې د پنځو هېوادونو د غوښتنو تابع وي
    خبر

    د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان: هغه نړیوال نظام عادلانه نه دی، چې د څه باندې ۱۹۰ هېوادونو اراده پکې د پنځو هېوادونو د غوښتنو تابع وي

    عمران آغاعمران آغا22 سپتمبر 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ترکیې ولسمشر اردوغان، د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وينا کې د ملګرو ملتونو په اوسني موقف توندې نيوکې وکړې او وې ويل، چې د ۵ هېوادونو د غوښتنو تابع نړیوال نظام عادلانه نه دی.

    اردوغان ويلي، ملګري ملتونه چې ۸۱ کاله مخکې د نړیوالې سولې او امنیت د ساتلو لپاره جوړ شوي وو، نور د خپل ماموریت د ترسره کولو توان نه لري او «بې‌وسه کړای شوي» دي.

    هغه زياته کړې، چې په فلسطین، لبنان، سوډان او نورو بحراني سیمو کې هغه خلک چې خپل برخلیک یې له ملګرو ملتونو سره تړلی، له دغه سازمان نه ژور ناهیلي شوي دي.

    د نوموړي په وينا، په تېرو ۱۲ میاشتو کې له ۶۰ ډېرې جګړې او نښتې شوي او له غزې تر اوکراین او روسیې، له میانمار تر دارفور او له ایران تر لبنان پورې ۲۵۰ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

    د ترکیې ولسمشر وویل «نن ښايي ځانونه خوندي احساس کړو، په هوساینې او سولې کې ژوند وکړو او له جګړه‌ییزو سیمو لرې و اوسو، خو هېڅوک نه پوهېږي چې سبا به څه پېښ شي».

    اردوغان ټینګار وکړ، چې پر ملګرو ملتونو د باور بېرته راګرځولو لپاره باید د غزې ماشومان خوندي شي او فلسطیني ماشومان په اسمان کې د جنګي او بې‌پیلوټه الوتکو پر ځای پتنګان وویني.

    هغه وویل، «هغه نړیوال نظام عادلانه نه دی، چې د څه باندې ۱۹۰ هېوادونو اراده پکې د پنځو هېوادونو د غوښتنو تابع وي».
    اردوغان د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اصلاح غوښتنه وکړه او ویې ویل: «نړۍ تر پنځو لویه ده».

    هغه دا هم وویل، چې نړیوال قوانین د ځواکمنو او کمزورو هېوادونو لپاره په توپیر پلي کېږي. د نوموړي په وینا، هغه نړیوال نظام چې سرغړوونکي پکې له سزا ژغورل کېږي او معافیت په یوه دود بدلېږي، له زوال سره مخ دی.

    د ترکیې ولسمشر له هېوادونو وغوښتل چې همکاري او ډیپلوماسي د خپلو اړیکو په مرکز کې ځای پر ځای کړي او د نړیوالو بحرانونو د حل لپاره سیمه‌ییزې هڅې هم پراخې کړي.

    مخکینۍ مقالهد قطر امیر د ملګرو ملتونو غوندې ته وينا کې د غزې روان وضعيت رښتينې نسل وژنه وبلله

    مربوطه لیکنې

    بلوڅ وسله والو د شر او فساد ډلې درې غړي وژلي

    21 سپتمبر 2026

    دکتور حذیفه عبدالله عزام، ليکوال او د شهید عبدالله عزام زوی: پاکستانی پوځ غواړي له اسلامي امارت سره جګړه وکړي او د افغانستان د ثبات مخه ونيسي

    21 سپتمبر 2026

    د افغان حکومت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد: د پاکستان تازه بریدونه تجاوز دی، افغانان به یې مناسب ځواب ورکړي

    21 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 22 سپتمبر 2026

    د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان: هغه نړیوال نظام عادلانه نه دی، چې د څه باندې ۱۹۰ هېوادونو اراده پکې د پنځو هېوادونو د غوښتنو تابع وي

    د ترکیې ولسمشر اردوغان، د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وينا کې د ملګرو…

    د قطر امیر د ملګرو ملتونو غوندې ته وينا کې د غزې روان وضعيت رښتينې نسل وژنه وبلله

    22 سپتمبر 2026

    اسرائیلي پلاوی د غزې په اړه د اردوغان د وينا پر مهال د ملګرو ملتونو له غونډې وتلی

    22 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان: هغه نړیوال نظام عادلانه نه دی، چې د څه باندې ۱۹۰ هېوادونو اراده پکې د پنځو هېوادونو د غوښتنو تابع وي

    22 سپتمبر 2026

    د قطر امیر د ملګرو ملتونو غوندې ته وينا کې د غزې روان وضعيت رښتينې نسل وژنه وبلله

    22 سپتمبر 2026

    اسرائیلي پلاوی د غزې په اړه د اردوغان د وينا پر مهال د ملګرو ملتونو له غونډې وتلی

    22 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،259 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.