د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په خپله وینا کې ويلي، چې په غزه کې روان وضعیت «په رښتینې مانا نسلوژنه» ده.
نوموړي د اسرائیلي رژيم له لوري روان يرغل، په کلکه غندلی او په خبره یې د عامو فلسطيني وګړو په نښه کول د بشریت پر وجدان داغ بلل کېږي.
هغه ويلي، چې راتلونکي نسلونه به په غزه کې د ناورین د کچې او د نړیوالې ټولنې د هغه د درولو لپاره د غبرګون ترمنځ له دومره لوی واټن څخه حیران شي.


