انادولو خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د جوړښت د اصلاح غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې دغه شورا باید عادلانه، ټولشموله او د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته ځوابویونکې وي.
اردوغان د ملګرو ملتونو د جوړېدو د ۸۱مې کلیزې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، چې په نړۍ کې روانې جګړې، بشري ناورینونه، اقلیمي بدلونونه، لوږه، بېوزلي، نژادپالنه او اسلامستیزي هغه جدي ستونزې دي، چې د دغو ننګونو په حل کې د ملګرو ملتونو رول او مسوولیت لا مهموي.
نوموړي په غزه کې د اسرائیلي رژیم د بریدونو له امله د څه باندې ۷۴ زره کسانو شهید کېدو ته په اشارې ویلي، چې په دغه سیمه او د نړۍ په نورو برخو کې بحرانونه د امنیت شورا د جوړښت د اصلاح اړتیا لا څرګندوي.
هغه همدارنګه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش له لوري د «UN80» نوښت ملاتړ اعلان کړی او ویلي یې دي، چې ترکیه د استانبول د ملګرو ملتونو د فعالیتونو پر مهم مرکز بدلولو لپاره له دغه سازمان سره نږدې همکاري کوي.


