په چین کې د افغانستان سفیر، مولوي بلال کریمي د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي برخې له مشر لیوجین‌سونګ او د افغانستان لپاره د دغه هېواد له ځانګړي استازي یوشیاویونګ سره کتلي.

چین کې د افغانستان سفارت وایي، دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي او سوداګريزو اړیکو، د واخان دهلیز پر فعاله کولو، کونسلي چارو‏ او اړوندو نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.

چینايي لوري د افغانستان خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته د درناوي ترڅنګ، د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

ورته مهال، ښاغلي کریمي د کابل پر وړاندې د بیجېنګ مثبت دریځ ستایلی او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې همکارۍ اړينې بللې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version