د ننګرهار ولایت د کرنې ریاست مسؤلینو ویلي، چې د تورخم ځمکني بندر له لارې له پاکستان څخه افغانستان ته د ۳۵ مټریکه ټنه بې‌کیفیته کچالو د واردېدو مخنیوی شوی دی.

د دوی په خبره، دغه ۳۵ مټریک ټنه بې‌کیفیته کچالو د نباتي قرنطین مدیریت مسئولینو له دقیقې ارزونې وروسته بېرته پاکستان ته ورګرځولي دي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د تورخم بندر له لارې د لسګونه مټریک ټنه بې‌کیفیته نباتي توکو د واردېدو مخنیوی شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version