د کورنيو چارو وزارت د سرحدي پولیسو د لوی ریاست اړوند د تورخم ځمکني بندر کمیسار مولوي عبدالجبار حکمت نن ورځ له پاکستاني لوري سره د ډیورنډ فرضي کرښې په صفري نقطه کې د ستونزو د حل په موخه خبرې کړي.

په دې خبرو کې د دوه اړخیزه تجارت، مسافرو او ناروغانو ته د لازمو اسانتیاوو برابولو او ټرانزیټ په ښه والي بحث شوی.

په پايله کې پاکستاني لوري افغان لوري ته د ستونزو حل ته د رسېدو ژمنه کړې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version