د سي اېن‌ اېن خبري شبکې د راپور له مخې بریټانیا، فرانسې او کاناډا د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره غزه کې د اسرائیلو له لوري روان وحشتونه او بريدونه غندلي او د بریدونو د ژر تر ژره درېدو او کلابندۍ د ختمېدو غوښتنه یې کړې ده.

د درېیو هېوادونو مشرانو اسرائيلو ته جدي خبرداری ورکړی، چې که وضعیت دغه ډول دوام وکړي په اسرائیلو به هدف‌مند او پراخ بندیزونه ولګوي.

دغه راز یادو هېوادونو د اسرائیلو له لوري غزې ته د بشري مرستو د لېږد مخنیوی هم د بشر له نړيوالو حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version