د سرحدي پولیسو ویاند، عابدالله فاروقي ویلي، چې د تورخم دروازې د خلاصون په اړه خپرې شوې اوازې حقیقت نه لري.
نوموړي زیاته کړه، یوازې د کوزې پښتونخوا محصلینو ته چې بند پاتې وو، اجازه ورکړل شوې څو خپلو کورونو ته ستانه شي.
ښاغلي فاروقي له مسافرو غوښتي، چې تورخم ته له سفر کولو ډډه وکړي.
