د کمېسارۍ مسوولین وايي، د تورخم گمرک د تشرېح برخې کارکوونکو د کریم عابد شرکت اړوند په یوې سوداگریزه محموله کې چې سیمنټ پکې بار وو د ۱۰ میله بېلابېل ډوله تمانچې، ۲۱ عدده شاجورونه او یو عدد کنداغ نیولي دي.

د مسوولینو په خبره، یاد توکي په ډېر مهارت سره ځای پر ځای شوي وو او قاچاقچیانو غوښتل چې له پاکستان څخه یې افغانستان ته راوړي.: «اوس مهال د هېواد په ټولو گمرکونو کې د ممنوعه او قاچاقي توکو څخه په جدي توگه څارنه کېږي او چاته اجازه نه ورکول کېږي، چي یاد توکي صادر او یا وارد کړي.»

د مالیې وزارت نږدې هره اوونۍ د هېواد په بندرونو کې د هغو قاچاق کېدونکو او قاچاق شوو توکو خبر ورکوي، چې په بېلابېلو بندرونو کې د گمرک د کارکوونکو له لوري نیول کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version