
د هرات تورغونډۍ بندر مسئولینو د دغه بندر د پورټ او استوګنیزو کورونو د احاطوي دېوالونو رغنیزې پروژې د چارو د پیل خبر ورکړی.
د مسؤولینو په وینا، دغه دېوالونه ۳۱۰۰ متره اوږدوالی او ۳ متره لوړوالی لري، چې پکې ۱۲ دروازې او ۱۰ د بلاک ټاورونه (پهره دار خانې) شامل دي.
پر دغې پروژې تر ۲۶ میلیونه افغانیو ډېر لګښت راځي او چارې یې د هرات ښار جوړونې ریاست تر څارنې لاندې پر مخ وړل کېږي.

