لیکوال: عمران آغا

جان اڅکزی پاکستاني پوځ ته تر ټولو زیات چاپلوس شخص حسابیږي، له پښتنو سره یې تر حد زیات ظلمونه کړي دي، د پاکستاني رسنیو له قوله څو ورځې وړاندې د اسلام آباد په کوټ کې تازه په یو کیس کې ګیر شوی دی، ویل کیږي چې ۶۲۰ پاکستاني نجونې یې په چین خرڅې کړي دي.

د جان اڅکزي د تازه خبرو په تړاو لاندې مواردو ته اشاره کوم:استعمار ګر هېوادونه تل کوشش کوي چې د مستعمره ملت څخه تر ټولو ښه امر منونکي غلامان د ځان لپاره انتخاب کړي، په دې کسانو لومړی زیات کار کیږي، ښه حمایه کیږي، ښه قدرت ورکوي، واحد ملت او واحد فرهنګ ورباندې جدا کوي، خو په آخر کې د دې لپاره چې رازونه یې افشاء نکړي د ذلت په مرګ وژل کیږي.

د ډیورنډ فرضي کرښه د پښتنو په سینه کې هغه خښ شوی خنجر دی چې ورځ په ورځ یې زخم تازه کیږي، د کرښې دواړو لوریو ته پښتانه په هېڅ صورت نشي بېلېدلای، د دې پښتنو د ځپلو او راوابطو د خرابولو لپاره تل د همدې پښتنو څخه یو خائن او غلام کس انتخابیږي تر څو د واحد قوم تر منځ اختلافات ایجاد کړي او یو له بل سره یې اخته کړي.

که تاسو فکر وکړئ، دا کشمکش همیشه د بلوچستان خواته زیات وي، ځکه د کرښې دواړو خووا ته اکثریت اڅکزي پښتانه پراته دي، د دې کشمکش، اختلافاتو او روابطو د خرابولو لپاره جان اچکزی من حیث یو خاص غلام انتخاب شوی، او تر دې دمه په ورسپارل شوي مسؤلیت کې ښه کامیاب دی، له یاد غلام څخه تر دې دمه ښه استفاده وشوه، نور یې پړی شکولی دی، د اسلام آباد په کوټ کې د جان اچکزي د نوي کیس څخه معلومیږي چې نور پوځ ته په درد نخوري، د دې لپاره چې رازونه افشاء نکړي، شاید بندي یې کړي او بیا يې په مرموز ډول ووژني، امکان لري حتی بدیل یې هم وختي انتخاب شوی وي.

کله چې په یوه هېواد کې سیاسي او اقتصادي ثبات مخ پر زوال شي، واحد رهبریت او مرکزي قوي حاکمیت او حکومت شتون ونلري، په داسې حال کې صلاحیت او مسؤلیت کاملا ګډوډ شي، وظیفوي تداخل رامنځ ته کیږي، هر شخص پخپل سر د هېواد دریځ د خپلو شخصي منافعو او ورسپارل شوو اهدافو مطابق بیانوي.

په هر هېواد کې هر وزارت خپل مسؤلیت پر مخ وړي، مثلا د بهرنیو چارو وزارت د هېواد بهرني دیپلوماتیک روابط، تفاهم نامې… مخکې وړي، جان اچکزی یو وخت د بلوچستان آیالات د اطلاعاتو وزیر و، خو نوموړی هر وخت په سیاسي چارو کې اخته وي، د دې څخه معلومیږي چې د پاکستان هېواد داخلي نظم نور په مطلق ډول مخ پر ختمېدلو دی ځکه داسې کس یې د هېواد رسمي دریځ بیانوي چې پخوا د یوه آیالات د اطلاعاتو او کلتور مسؤل و او فعلا یو غیر مسؤل شخص دی.

هر شخص په ځواب هم نه ارزي او نه یې خبرې د افغانستان اسلامي امارت په پاک صف، منظم قوي مرکزي حاکمیت، واحده قومانده، قوي اطاعت، او واحد دریځ کوم تأثیر لري په عربي ژبه کې یو متل دی وایي: الکلاب تنبح والقافلة تسیر/سپي غپیږي او کاروان تیریږي.

۱ څرگندون

ځواب پریږدئ

Exit mobile version