د لغمان ولایت د سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د ۸۷ کوچنیو بندونو (چکډېمونو) د جوړېدو چارې پیل شوې دي.

د یاد ولایت د سیندیزې فرعي حوزې رئیس وایي، د خوړو نړۍوال سازمان د څلورنیم میلیونه افغانيو په مالي لګښت د دغه ولایت د الیشنګ ولسوالۍ اړوند سالاب درې “ښکارځای” سیمه کې ۸۷ چکډېمونو د جوړېدو چارې پیل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې تر دې وړاندې هم د مرکز مهترلام اړوند کرنج سیمه کې د FGA موسسې لخوا ۱۰۶ واړه چکډېمونه جوړ شوي وو.

بل لور ته د پکتیکا ولایتي مسولین وایي، چې د جلال سوداګریز ګروپ لخوا د پکتیکا په چهاربران ولسوالۍ کې د یو ميليون او ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت د ۳ بنسټيزو پروژو چارې پيل شوې دي.

د یاد سوداګریز ګروپ مشر وایي، چې په دغو پروژو کې د ۲۲۵ دوکانونو په لرلو یو لوی سوداګریز مرکز، د ۲۲ خونو په لرلو یو معیاري روغتون او د یوه جامع جومات جوړول شامل دي، چې د جوړېدو چارې به یې د ۶ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې ډاډمن امنیت پانګوال دې ته هڅولي، چې د ښارونو ترڅنګ د ولایتونو په لرو پرتو سیمو او ولسوالیو کې هم په ډاډه زړه پانګونه وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version