یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن اندېښنه لري چې، افغانستان یوځل بیا د ترهګرو په خوندي ځای بدل نه شي.

جان بولټن ولې دا ډول اندېښنو په سر اخیستی دی چې، بې دلیله او بې منطقه وړاندوینه کوي؟ بولټن وایي؛ د افغانستان اسلامي امارت رسمیت پېژندلو لپاره هیڅ اساس نشته، ادعا کوي چې نه یوازې له تړونونو یې سرغړونه کړې، بلکې اساسي بشري حقونه یې هم نقض کړي دي.

زما پا اند بولټن هسې خپلو خبرو کې د زیاتوالي په پار دا یادونه کړې چې، اسلامي امارت اساسي او بشري حقونه نقض کړي، یا ترې غیرې ارادي دا خبره له خولې وتلې ده.

کوم حقونه چې د شریعت په چوکاټ کې وضع شوي، هر چا ته خپل حقه حقوق ور رسېدلي دي، د هیچا حقوق نه ترې اخیستل شوي او نه د چا حقوق تلف شوي دي.

بولټن له يوې امریکایي رسنۍ سره په تازه مرکه کې سرپرست حکومت/اسلامي امارت نامشروع بللی او ټینګار یې کړی چې، د متحده ایالاتو پالیسي باید دا وي چې له طالبانو حکومت واخیستل شي او بېرته افغان ولس ته وسپارل شي.

دلته پوښتنه دا مطرح کېږي چې، اسلامي امارت له افغان ولسونو څخه نه دی تشکیل شوی؟بولټن له اسلامي امارت سره د ځينو اروپايي هیوادونو تعامل ته په اشارې وايي چې، هغه هیوادونه باید احتیاط وکړي، ځکه په وینا یې داعش او نورو ډلو پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ ګټه اخیستې چې اروپا ته ګواښ پېښولی شي.

نوموړي د دوحې خبرو اترو ته په اشارې ویلي چې، د ټرمپ حکومت د افغانستان جمهوري دولت له مذاکراتو بهر پرېښوده او دا یوه ناورین زېږونکې تېروتنه وه.

بولټن له دې اندېښنې ډېر زیات زورېږي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو لپاره په خوندي ځای بدل نه شي، ځکه دا خطر شته چې بهرني ترهګر افغانستان ته ننوځي او له هغه خاورې په بهر کې د ترهګریزو بریدونو د پلانونو لپاره کار واخلي.

دوه ورځې وړاندې هندي رسنیو ویلي وو، د اسامه بن لادن زوی، حمزه بن لادن په افغانستان کې د القاعده ډلې مشري کوي او په لویديځو هیوادونو د برید لپاره په ظرفیت جوړونه بوخت دی.

اسلامي امارت د بولټن او هندي رسنیو په جواب کې ویلي، هیڅ یوه ترهګره ډله به په افغانستان شتون و نه لري او نه به په دې خاوره کې ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه ورکړي.

د افغانستان اسلامي امارت هیوادونو ته پرلپسې ډاډ ورکوي چې، د افغانستان له خاورې به ورته هېڅ خطر متوجه نه وي، نو له دې څرګنده شوه چې، بولټن بې ځایه اندېښنه کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version