Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د جبهاتو ازدحام د ښه راتلونکي که د ناکامۍ نښه ده؟
    سیاسي لیکني

    د جبهاتو ازدحام د ښه راتلونکي که د ناکامۍ نښه ده؟

    عمران آغاعمران آغا11 مې 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو وروسته هغه څېرې چې په واک کې وې او په حقیقت کې یې ولس او هېواد په تجزیه او وېش اخته کړی و، په قتلونو، غلاوو او پراخ فساد یې لاسونه ککړ وو، د دې پر ځای چې له صحنې په شرم سره ګوښه شوي وای او د خپلو تېرو کړنو حساب یې ورکړی وای، بیا یې د نورو نویو ګوندونو او جبهاتو په جوړولو لاس پورې کړ.

    خو دا هڅې له پیله هماغه زوړ او بې ګټې رنګ لري؛ نه بدلون او نه هم اصلاحات پکې شته. دوی لا عملاً څه نه دي کړي، مګر پای یې بيا پيل شوی. دا ډلې له جوړېدو سره سمدستي په انشعاب او افتراق اخته شوي او د شخصي ګټو پر سر یې اختلافات اوج ته رسېدلي؛ جالبه دا ده چې ټولې ستونزې یې د دوی مشرانو په کچه دي. دلته نو د پښتو هغه متل ښه تطبیق کېږي چې: کوږ بار تر منزله نه رسېږي.

    له هماغه پیله چې د جمهوریت له پاتې شونو څخه د مقاومت او بدیل تر نامه لاندې خوځښتونه راټوکېدل، یو واحد محور رامنځته نه شو؛ هره ډله، هر قوماندان او هرې سیاسي څېرې ځان ته جلا مسیر وټاکه. دا وضعیت داسې نه و، چې لومړی یووالی موجود وي او بیا پرې انشعاب راشي، بلکې خپله همدا جوړېدنه د انشعاب پر بنسټ ولاړه وه.

    د رهبرۍ پر سر اختلافات، د نفوذ سیالۍ او د شخصي ګټو ټکرونه دومره ژر را برسېره شول، چې لا د بنسټ ډبره نه وه ايښودل شوې، خو درزونه پکې ښکاره شول. پایله دا شوه چې موازي جبهې وزېږېدې، کوچنۍ ډلې له لویو بېلې شوې او هر یوه ځان د اصلي مسیر استازی باله؛ خو په حقیقت کې دا ټول بهیر د یووالي د کمزورۍ او د ماشومانه سیاست پایله ده. له شته انشعاب څخه نور انشعابونه، په کښتۍ کې د سوري په معنی دي، چې یوه ورځ به ټوله بېړۍ ډوبه کړي.

    حامد سیفي چې د مقاومت ډلې یو له هغه قومندانانو څخه و، چې په ډېرو اويلو کې یې په میدان کې حضور درلود. خو اوس چې له هېواده د نورو مقاومتيانو په څېر بهر ته تښتېدلی، له احمد مسعود څخه یې لا جلا کړې ده. د آزادۍ او عدالت نهضت په نوم يې نوې جبهه پرانیسته او جلا موخې لري.

    که څه هم حامد سیفي د دغه انشعاب علتونه نه دي څرګند کړي، مګر عام باور او د خلکو نظرونه داسې وایي، چې د احمد مسعود په پرېکړو کې د هغه د کورنۍ انحصار، د جبهې پیسې په انفرادي سفرونو مصرفول، د بهرنیو اړیکو د مسؤل او نورور غړو مالي فساد، د ځينو استخباراتي سازمانونو په سلهاو زره ډالره مرستې ضایع کېدل، د پیسو په اړه پریکړې یوازې د احمد مسعود د کاکا او ماما په لاس ترسره کېدل، د فکري اختلافاتو له وجهې د خپلو ملګرو هدف ګرځول، د وژل شویو جنګیالیو کورنۍ هېرول او د مشرې کړۍ قومي او سمتي بڼه خپلول یاد شوي دي.

    هغه جبهې او ډلې چې لا د خپل داخلي انسجام او منظم جوړښت توان نه لري، د لویو اهدافو ادعا یې له موجود واقعیت سره زيات واټن لري. ځکه هر هغه سیاسي یا نظامي حرکت چې په خپل جوړښت کې د یووالي، باور او منظمې رهبرۍ ستونزه ولري، د لویو موخو د تحقق لپاره لازم ثبات او ظرفیت نه شي پیدا کولی. په داسې حالت کې ټولې ادعاوې یوازې شعارونه او د رسنیو صفحې ګرمې ساتل دي او ښايي د ډلو ترمنځ رقابت تر لفظي شخړې او تفرق وروسته عملي ټکرونو ته ولاړ شي؛ موږ ولیدل چې اکمل امیر، داؤد او نور ورته افراد یې د خپل منځي توطیو په اړ و دوړ کې ووژل شول.

    کله چې په یوه ډله کې باور، انضباط او مشروع مشرتابه له منځه لاړ شي، نو داخلي دښمنان د بهرنیو دښمنانو په پرتله ډېر وژونکي ثابتېږي. له دې وروسته به ډلې نورې هم وپاشل شي او د څوکۍ، پیسو یا مشرۍ په لالچ کې به ورو ورو يو د بل وینه تویوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهټرمپ وایي د امریکا سولې طرحې ته د ایران ځواب ورته د منلو نه‌دی
    راتلونکي مقاله بلخ کې د افغان او ازبکستاني سوداګرو ترمنځ د همکاریو ۱۰ هوکړې لاسلیک شوې

    مربوطه لیکنې

    ډیورنډ کرښه په رسميت پېژندل؛ د مخالفينو پر تندي تور تاريخي داغ

    6 مې 2026

    د جبهاتو د یووالي ناستې؛ د نفاق که د انسجام پلېټفارمونه؟

    4 مې 2026

    د ډیورنډ ملي مسئله او د پاکستان – مقاومت پټه دسیسه

    2 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 11 مې 2026

    اسرائیلي پوځ حزب الله سره جګړه کې د خپل يوه سرتيري د وژل کېدو خبر ورکړی

    د اسرائيلي رژيم پوځ ويلي، د لبنان پولې ته څېرمه منارا سیمې ته نږدې د…

    د امريکا د نيوجرسي‌ ايالت پټرسن ښار کې ۷ کسان په ډزو وژل شوي

    11 مې 2026

    فرانسې له ايران سره په ګډه د هرمز تنګي د امنيت تضمينولو د پلان له جوړېدو خبر ورکړی

    11 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    اسرائیلي پوځ حزب الله سره جګړه کې د خپل يوه سرتيري د وژل کېدو خبر ورکړی

    11 مې 2026

    د امريکا د نيوجرسي‌ ايالت پټرسن ښار کې ۷ کسان په ډزو وژل شوي

    11 مې 2026

    فرانسې له ايران سره په ګډه د هرمز تنګي د امنيت تضمينولو د پلان له جوړېدو خبر ورکړی

    11 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،162 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،098 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،201 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.