د معاصرو سیاسي خوځښتونو په تحلیل کې یو اساسي اصل دا دی چې «یووالی» د شعارونو له لارې نه رامنځ ته کېږي، بلکې د جوړښتي همغږۍ، واحدې رهبرۍ او واحد لیدلوري له لارې رامنځ ته کېږي. د افغانانو پر وړاندې د مخالفو جبهو په وروستیو څرګندونو کې، په ځانګړي ډول د یاسین ضیاء له لوري پر یووالي ټینګار، په حقیقت کې په یادو جبهاتو کې د موجوده تشتت ضمني اعتراف دی. که یو حرکت له پیل څخه په طبیعي ډول له اختلافاتو خالي او منسجم وي، نو په بار بار د یووالي تکراري غوښتنو ته اصلاً اړتیا نه پېښېږي، بلکې ټول تمرکز یې خپلو اهدافو ته په رسېدو وي.
هر سیاسي یا نظامي جوړښت هغه مهال باثباته پاتې کېږي، چې د «هدف او رهبرۍ» تر منځ توازن موجود وي. په یادو جبهاتو کې د همدې مهمو عناصرو ترمنځ همغږي نه لیدل کېږي؛ د یادو جبهو اهداف مبهم او ورک دي او رهبري یې پاشلې بڼه لري، همدا وضعیت د یادو جبهو د سیستماتيکې بې ثباتۍ لامل ګرځېدلی دی.
د جبهاتو ترمنځ اختلافات شخصي نه، بلکې ساختاري ماهیت لري، د منابعو وېش، د بهرنیو اړیکو مدیریت او د سیاسي روایت تعریف هغه درې مهم محوري مسایل دي چې د یادو جبهو تر منځ ورباندې دوامداره اختلافات شتون لري. د یادو جبهو منابع، په ځانګړي ډول مالي منابع د محدودې کړۍ په لاس کې دي او دا منابع له مختلو آدرسونو څخه د افغان ولس پر وړاندې د بېلابېلو دسیسو د تطبیق لپاره یادو ډلو ته ورکول کېږي.
د مخالفو جبهاتو ساختار داسې جوړ شوی چې اړیکې یې له مدیریت څخه وتلې دي، یعنې هر مسؤل کس یې کوښښ کوي چې هر لوري ته د پیسو د لاسته راوړلو په موخه لاس واچوي او خپل شخصي ژوند ورباندې جوړ کړي، دا مسؤلین چې له بېلابېلو آدرسونو څخه مالي مرستې ترلاسه کوي، ډېر کم یې تر عادي غړو پورې رسېږي؛ همدا لامل دی چې د یادو جبهاتو د غړو تعداد او پلویان ورځ تر بلې نور هم کمېږي او د مالي منابعو ناسم وېش یې تر منځ د لویو لویو اختلافاتو سبب کېږي.
مخالف جبهات همدا راز دقیق او واحد روایت نه لري او نه یې جوړولای شي؛ دوی ځکه واحد روایت نه شي جوړولای چې واحد هدف نه لري، هر یو په دې هڅه کې دی چې څنګه د خپل شخصي ژوند سهولتونه ډېر کړي. کله چې ارزښتونه مختلف وي، نو اختلافات له تخنیکي حالت څخه ماهیت ته اوړي، همدا سبب دی چې د مخالفو جبهاتو ترمنځ اصلاً د ارزښتونو واحد تعریف شتون نه لري، دا چې ارزښتونه نه پېژني، نو په لیدلوري او هدف کې یې هم اختلاف رامنځ ته کېږي.
د سیاسي انسجام یوه مهمه نښه دا وي چې اختلافات د سیاسي حرکتونو په داخل کې حل، مدیریت او کم شي او تر ډېره رسنیز نه شي، خو که چيرته د اختلافاتو حل او د یووالي رامنځ ته کېدل د رسنیو له لارې مطرح شي، نو پر دې دلالت کوي چې اصلاً انسجام شتون نه لري او حتی نشي کولی چې یو مجلس ته خپل ټول همفکران او پلویان راټول کړي؛ اوس مخالفین له همداسې وضعیت سره مخ دي.
د افغان حکومت مخالف جبهات په خپلو ټولو غونډو کې پر خپل داخلي یووالي ټینګار کوي، پر یووالي ډېر ټینګار په دې دلالت کوي چې دوی تر اوسه داخلي یووالی نه لري، که یې داخلي یووالی درلودلی، نو باید پر نورو مسایلو یې بحثونه کولای، خو برعکس یادې ډلې نورو اساسي مسایلو ته نشي داخلېدلای او د همدې تش په نوم مجلسونو په وسیله د خپل مړ ژواندي حالت او شتون د ثابتولو هڅې کوي.
هغه حرکتونه چې یوازې پر مخالفت ولاړ وي، هیڅکله د یوه نظام بدیل نه شي جوړېدلای؛ د مخالفو ډلو ټول هم او غم یوازې د افغانانو او افغان حکومت مخالفت دی؛ دا وضعیت په دې دلالت کوي چې یاد جبهات د خپل راتلونکي لپاره نور هيڅ ډول برنامه او پلان نه لري.
په مقابل کې د اسلامي امارت په جوړښت کې مرکزي رهبریت کلیدي رول لري؛ د تصمیم نیونې مرکزیت، واحد لیدلوری او اغېزمن روایت، د تشکیلاتي سلسلې وضاحت او د اطاعت اصل هغه فکټورونه دي چې د داخلي تفرقې مخه یې نیولی ده او ټول افغانستان کې یې امن راوستلی او د اسلامي شرعي نظام ستنې لا مستحکمې کوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


