ویانا پروسې د یوې اعلامیې په خپرولو سره، خپله شپږمه ناسته ځنډول شوې اعلان کړې؛ د ځنډولو علت یې وروستۍ پېښې، په سیمه کې پېچلی او حساس وضعیت او پر سیاسي فضا د هغه اغېز یاد کړی دی. د ویانا پروسې جوړوونکو ټینګار کړی، چې د ویانا شپږمه ناسته به په مناسب وخت او له سیمه ییزو پېښو سره سمه ترسره شي.
په عاميانه اصطلاح که ووایو، په کاروباري او بازاري سیستم کې، د هر جنس د خرڅلاو لپاره خپل د پلور وخت وي، یعنې د اوړي اجناس په ژمي کې څوک نه اخلي او ژمني جنسونه په اوړي کې د استفادې وړ نه وي. دوی په دې پوهېدلي، چې په اوسنیو شرایطو کې یې د سیاست په بازار کې څوک په دوه روپۍ هم نه اخلي. دوی د ویانا پروسې ته یو سیاسي راټولېدنه وایي، مګر بیا هم پرته له دې چې شرم وکړي، د خپل پلور نامناسب شرایط د ځنډ عوامل یادوي؛ همدې ځنډ د مخالفینو د بشپړې بهرنۍ تکیې اړخ هم روښانه کړ.
اصلاً که مخالفین ځواک وای، ناستو ته یې اړتیا نه وه. د دې خبرې معنی دا ده، هغه ډلې او اشخاص چې ځانونه د اوسني حکومت مخالفین او بدیل بولي، که په رښتیا یې سیاسي نفوذ، ولسي ملاتړ، منظم تشکیلات او یا هم مؤثر میداني ظرفیت لرلی، نو د پرله پسې بهرنیو کنفرانسونو او اعلامیو اړتیا به نه پیدا کېده. قوي جریانونه عموماً خپل حضور د اروپا په ښارونو کې د غونډو په جوړولو سره نه، بلکې د خلکو په منځ کې، د منظم سازمان، واضحې برنامې او عملي اغېز له لارې ثابتوي. په همدې اساس د ویانا ناستې د خلکو په نظر د قوت نښه نه، بلکې د کمزورۍ او د واقعي نفوذ د نشتوالي بېلګه ګڼل کېږي.
دغه ناستو په تېرو پنځو پړاوونو کې، خپلې موخې دا ډول ښودلې؛ دوی وویل د افغانستان لپاره به یو بدیل سیاسي چوکاټ جوړوو، مخالف جریانونه به راټولوو او نړیوال ملاتړ به تر لاسه کوو. خو د پنځو پړاوونو تر تېرېدو وروسته نه یوازې کوم عملي بدلون رامنځته نه شو، بلکې شپږم پړاو چې ټاکل شوې وه د ۲۰۲۶م کال په می میاشت کې جوړ شي، وځنډول شو. خو د دې ځنډ تر شا اصلي عوامل په اعلامیه کې لیکل شوي ټکي نه، بلکې ژور سیاسي، تشکیلاتي او اعتباري بحرانونه دي.
د دغسې ناستو د ځنډ یا کم رنګه کېدو بل لوی لامل د جنګ سالارانو منفي سابقه هم ده، افغان ولس د کورنیو جګړو، فساد، انحصار، قومي معاملاتو او ناکامو ائتلافونو حافظه لري، چې له امله یې یاد جنګ سالاران له استقبال سره نه مخ کېږي. د ویانا په وروستیو ناستو کې د هماغو پخوانیو څېرو زیات حضور دی، چې د خلکو باور یې لا نور هم کم کړی دی. دا چې هر کله او هر ځای هماغه زړې څېرې د نوي تجارت لپاره راټولېږي، نو همدا تاریخي بې باورۍ د دې پروسې ټولنیز بنسټ کمزوری او پیکه کړی دی.
د مخالفینو له خوا د هرې غونډې انحصاري جوړښت او داخلي بې باوري، چې د لومړیو غونډو ډېری ګډونوال یې په وروسته نورو جوړېدونکو غونډو کې نه وو او یوازې یوې یا دوو ډلو یې ځای نیوه، د ویانا پروسه بحراني کړې ده. دا مهال یوازې څو جنګ سالاران او د ځینو هېوادونو استخباراتي اجنټان د ویانا پروسې ګډونوال دي، چې هره ورځ په افغان ولس کې اعتبار له لاسه ورکوي.
د ویانا د پنځم پړاو پر مهال په لومړي ځل احمد مسعود او یاسین ضیاء یو ځای راڅرګند شول او دا د غونډې لوړه کچه بلل کېده. خو ستونزه دا وه، چې د دغو جبهاتو واقعي وزن تر تبلیغاتو خورا ډېر کم و او حتی د ځینو فرعي مسایلو له کبله یې اختلافاتو زور واخیست. د ویانا په پنځم پړاو کې لویې دعوې وشوې، وعدې ورکول کېدې او لافي وهل کېدې، خو تر دې مهاله یې نه په داخل کې د قدرت معادله بدله کړه او نه یې منظم سیاسي جوړښت رامنځ ته کړ.
د ویانا او نورو پروسو پر مهال د نړیوال ملاتړ ادعا هم عملي نه وه، بلکې لفظي وه؛ د دې ناستو پر مهال تل د امریکا کانګرس، اروپایي ادرسونو او ځینو غربي بنسټونو د ملاتړ یادونه کېدل او پر خپلو رسمي اکاونټونو یې د بهرنیو محدودو حلقو تشویقي دریځونه خپرول، دوی غوښتل په تبلیغاتو ولسي ملاتړ جذب کړي، خو بیا وروسته دا ټول ناسم او خیالي ثابت شول.
ښايي د ویانا پروسې د ځنډ اعلان د دغه پروسې د دایمي ختمېدو اعلان واوسي. مخالفین به هڅه کوي د شپږم پړاو ځنډ تخنیکي پرېکړه ښکاره کړي، خو په دغسې بهرنیو سیاسي پروسو کې ځینې وخت ځنډ د تدریجي ورکېدو نښه وي. ویانا پروسه هم اوس همداسې مرحلې ته رسېدلې ده.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


