له شک پرته په افغانستان کې هغه دوره چې ګوندونه او حزبونه د واک د ترلاسه کولو لپاره له یو بل سره په سیالۍ او ټکر کې ښکېل وو، د دې لرغوني هېواد د تاریخ له تر ټولو تورو دورو څخه شمېرلی شو. ځکه چې د افغانستان د تاریخ په همدې تور پړاو کې پر دې خاوره او خلکو هر ډول ظلم، تېری او ناورین د همدې ګوندونو تر سیوري لاندې رامنځته شو.
هو! هغه خودخوانده مشران چې د خپلو شخصي ګټو او د څو محدودو کسانو له منفعت پرته یې بل څه په ذهن کې نه ځایېدل، له رنګارنګ او جذابو شعارونو سره را میدان ته شول او د بې ګناه خلکو په وینو یې د ځانونو لپاره ګټور کاروبارونه جوړ کړل.
خو د جمهوریت د رژیم پای ته رسېدل د دې کړېدلي ولس لپاره یوه لویه نېکمرغي وه، ځکه د جمهوریت له ړنګېدو سره سم، له هغو سلګونو ګوندونو او خوځښتونو سره یو ځای چې له ځان څخه یې د خلکو په ذهنونو کې یوازې ترخې خاطرې پرې ایښې وې؛ ټول اړوند جوړښتونه یې هم له منځه ولاړل.
په دې لړ کې د وحدت ګوند، چې یو وخت د کورنیو جګړو په لومړۍ کرښه کې ولاړ و او له ځانه یې یوه توره او بدنامه مخینه پرې ایښې وه، د نورو بدنامو ګوندونو په څېر یې د جمهوریت تر سقوط وروسته خپل عملي ځواک له لاسه ورکړ. له افغانستانه د محقق تر وتلو وروسته، د دې ګوند فعالیتونه یوازې تر مجازي پاڼو، اعلامیو او په تکراري غونډو کې تر ګډون پورې محدود پاتې شول.
که څه هم د جمهوریت له نسکورېدو سره دغه ګوندونه عملاً له صحنې ووتل، خو سره له دې چې د خلکو تر منځ یې هېڅ ډول ملاتړ نه درلود، له افغانستان څخه بهر یې خپل پخواني حزبي شعارونه تکرار او د خپلو حزبونو د ژوندي ساتلو په هڅو پسې راووتل.
د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته په تېره شوې موده کې نه یوازې دې ګوندونو د پام وړ وده ونه کړه، بلکې د دوی تر منځ ژور اختلافات هم راپیدا شول چې په پایله کې یې د ننه انشعابونه او وېش رامنځته شول.
وحدت ګوند که څه هم په ظاهره د نورو ګوندونو په پرتله له کمو داخلي اختلافاتو سره مخ ښکارېده، خو په حقیقت کې له مشرتابه څخه د غړو ژوره نارضایتي او له روانو واقعیتونو سره نه همغږي، دا ګوند ورو ورو د بشپړ سقوط په لور سوق کړ. تر دې چې په یوه کم ساري اقدام کې د دې ګوند پنځوسو کسانو، چې هر یو یې د ګوند له مهمو ستنو څخه ګڼل کېدل، خپله استعفا اعلان کړه او له وحدت ګوند څخه ووتل.
د وحدت ګوند په داسې حال کې د پرځېدو له بهیر سره مخ شو، چې محمد محقق د ۲۰۲۶ زیږدیز کال په لومړیو ورځو کې د افغانستان حکومت ته خبرداری ورکړی و چې د سیاسي خبرو اترو د نه ترسره کېدو په صورت کې به وسلې ته لاس او د جګړې لاره به خپله کړي؛ هغه لاره چې دا ډول کسان یې همېشه د خپلو شخصي ګټو د خوندي کولو لپاره ټاکي.
خو دا ځل حالت له پخوا څخه بدل و، ځکه نه یوازې د محقق په مشرۍ د وحدت ګوند، بلکې د حکومت نور مخالف ګوندونه او جریانونه هم په عملي ډګر کې یوازې پاتې شول. د افغانستان خلکو د دوی د اصلي څېرو په پېژندلو سره، له دې جریانونو څخه خپل لږ ملاتړ هم واخیست.
هغه څه چې د وحدت ګوند له ړنګېدو وروسته مو په ښکاره ډول ولیدل، هغه دا چې د دې ګوند په له منځه تللو نه یوازې خلک خپه نه کړل، بلکې ډېریو دا پېښه یو نېک فال وباله او د پاتې ګوندونو لپاره یې هم د ورته برخلیک هیله وښوده. حال دا چې په حقیقت کې نور ګوندونه هم له یوه بې روحه قالب پرته بل څه نه دي پاتې، خپل ملاتړ یې هم د افغانستان دننه او هم د خپلو ختیځو او لوېدیځو ملاتړو ترمنځ په بشپړه توګه له لاسه ورکړی دی.
په پایله کې له شک پرته ویلی شو، هغه څه چې نن له وحدت ګوند سره پېښ شول، په نسبتاً نږدې راتلونکې کې به د نورو بدنامو ګوندونو پر سر هم راشي، بالاخره به دا ټول جریانونه یو په بل پسې د تاریخ کثافت دانۍ ته ولوېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
