د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له نیویارک پوسټ سره تازه مرکه کې ویلي، ممکن امریکایي استازي له ایران سره د دویم پړاو احتمالي مذاکراتو لپاره پاکستان ته سفر ونه‌کړي.

ټرمپ ویلي: «فکر نه کوم چې راتلونکې ناسته به بیا هم په پاکستان کې وي. ښايي بل ځای ته ولاړ شو، موږ بل ځای په پام کې لرو.»

ټرمپ تر دې وړاندې ویلي وو، چې ممکن روانه اوونۍ د ایران او امریکا یوار بیا مذاکرات پیل شي.

په ورته مهال ځینو لویدیځو سرچینو اټکل کړی، چې د ایراني او امریکایي استازو ترمنځ بل پړاو مذاکرات به سویس کې ترسره شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version