د جرمني د کورنيو چارو وزير الکساندر دوبرينت د «ولټ‌‌ټي‌وي‌» په نوم له يوې جرمني رسنۍ سره په خبرو کې ويلي، چې جرمني کې د مېشتو افغان کډوالو او د دوی له ډلې د مجرم هغو افغانستان ته د ستنولو په اړه د مستقيمو خبرو اترو لپاره بايد د افغانستان له سرپرست حکومت سره اړيکې پراخه او د برلين کونسلګري «طالبانو» ته وسپارل شي.

نوموړي زياته کړې، چې افغانستان کې له حاکم او مسؤل نظام سره د يادې موضوع په اړه د توافق او خبرو اترو جدي اړتيا ده او جرمني بايد دا کار هرومرو‌ ترسره کړي.
ياده دې وي، چې د کډوالو له موضوع ورهاخوا په دې وروستيو کې د منځنۍ اسيا سربېره ګڼ اروپايي هېوادونو هم د افغانستان له سرپرست حکومت سره د اړيکو په جوړولو غور کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version