Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د جلال‌اباد نوي ښار لپاره ۴۴زره جریبه ځمکه په پام کې نیول شوې
    افغانستان

    د جلال‌اباد نوي ښار لپاره ۴۴زره جریبه ځمکه په پام کې نیول شوې

    صابر افغانصابر افغان6 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ننگرهار د کور او ښار جوړولو رئیس مولوي محمد نبي سعیدي وايي، د اړتیا په صورت کې د جلال‌اباد لپاره نوی ښار جوړېږي.

    دی وايي، د ننگرهار مرکز جلال‌اباد ښار چې یو ترانزیتي او مواصلاتي ښار دی، د وگړو کچه یې ورځ تر بلې ډېرېږي؛ خو یاد ښار د پراخوالي له پلوه کوچنی دی.: «د جلال‌اباد نوي ښار لپاره څلور څلوېښت (۴۴) زره جریبه ځمکه په پام کې نیول شوې ده. یاده ځمکه د جلال‌اباد ښار په ختیځه برخه کې موقعیت لري چې د اته زره (۸۰۰۰) جریبه ځمکې یې د توپوگرافي سروې هم شوې، خو پاتې چارې یې د ځمکې د نه انتقال له کبله په ټپه ولاړې دي.»

    دی زیاتوي، که یاده چاره تر سره شي، دوی به د نوي ښار لپاره پر لومړنیو اقداماتو کار پیل کړي.: «د کور او ښار جوړولو وزارت د ټولو ولایتونو لپاره منظمه ښاري پراختیا رامنځته کړې او هڅې یې پیل کړې چې د سرپناه برابرولو او د ښارونو جوړولو برخه کې خپل مسوولیت تر سره کړي.»

    ننگرهار د هېواد د پینځو لومړیو درجو ولایتونو څخه دی. د جلال‌اباد ښار په ۱۳۱۲ل کال کې جوړ شوی؛ خو اوس یې نفوس څه باندې دوو مېلیونو کسانو ته رسېږي.

    د جلال اباد ښار شاوخوا ۴۰،۰۰۰ استوگنیز واحدونه لري او د ننگرهار په شمالي برخه کې موقعیت لري اود شاوخوا ۱۲۷ کیلومتره مربع مساحت لرونکی دی.

    د دغه ښار ډېره برخه د ماسټر پلان له مخې جوړه شوې نه ده، چې له امله یې د ښار ښکلا خرابه شوې ده.

    که څه هم د جلال‌اباد نفوس له دوو مېلیونو اوړي؛ خو د دغه ښار پراخوالی کم دی او بېروبار پکې بېخي ډېر دی.

    مخکینۍ مقالهترکیه: پولیسو ۲۹ تنه بې اسناده افغان پناه غوښتونکي نیولي
    راتلونکي مقاله د هېواد په څلورو ولایتونو کې ۴۰ تنه روږدي کسان د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته ورپېژندل شوي

    مربوطه لیکنې

    د یوکیلي موټرو د ثبت او محصول پروسه د ۱۴۰۵ کال پایه وغځول شوه

    21 جولای 2026

    د لس زره ميګاواټه برښنا د تولید تخنيکي وسايل پېرل شوي او ژر به هېواد ته را ولېږدول شي

    21 جولای 2026

    پکتیکا کې ۱۵ زره جریبه ځمکه امارتي اعلان شوه

    21 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 21 جولای 2026

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان: د ایران ټولې پرېکړې د ستر مذهبي مشر د لارښوونو پر بنسټ دي

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، د هېواد ټولې مهمې پرېکړې د ستر مذهبي مشر،…

    امریکايي استخبارات وایي، پر ایران نوي بریدونه ښايي د تهران دریځ بدل نه کړي

    21 جولای 2026

    د هرمز او باب‌المندب پر سر د امریکا او ایران کړکېچ زیات شوی

    21 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان: د ایران ټولې پرېکړې د ستر مذهبي مشر د لارښوونو پر بنسټ دي

    21 جولای 2026

    امریکايي استخبارات وایي، پر ایران نوي بریدونه ښايي د تهران دریځ بدل نه کړي

    21 جولای 2026

    د هرمز او باب‌المندب پر سر د امریکا او ایران کړکېچ زیات شوی

    21 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،113 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،229 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.