د جماعت اسلامي ګوند د پخواني مشر، سناتور مشتاق احمد مشر ورور د خپل کور مخ ته د نامعلومه وسله والو له لوري په نښه شوی او وژل شوی دی.
سناتور مشتاق احمد په خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې:«له ما مشر ورور مې د خپل کور مخته شهيد کړل شوی دی، هغه خپل ورور ډېر عزيز او خپله بازو ياد کړی او دا کار يي درندهګي ګڼلې ده».
هېره دې نه وي چې سناتور مشتاق احمد خان په ډيرو مسائلو کې د پاکستاني پوځ په کړنو نيوکې کوي، د فلسطين په موضوع یې لاریونونه کړي او همدا راز د عافيه صديقي د خلاصون لپاره امريکا ته هم تللی و، چې په دغه هڅو د پاکستان پوځ ترې ناراضه دی او بار بار یې پر وړاندې غبرګونونه ښودلي.
عام باور دا دی چې په دې وروستيو کې ډيری هغه خلک چې د پاکستاني پوځ په نامعقوله کړنو نيوکې کوي يا خپله او يا يې هم د کورنۍ غړي د پوځ له لوري له منځه وړل کېږي او نوم د نامعلومه وسلهوالو پرې ایښودل کېږي.