د هېواد د بهرنیو چارو وزیر مولوي امير خان متقي د عمان سلطنت د بهرنيو چارو وزير بدر بن حمد البوسعيدي په بلنه هغه هېواد ته په رسمي سفر روان شو.
د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په پام کې ده چې د بهرنيو چارو وزير د عمان سلطنت د بهرنيو چارو له وزير سربېره د هغه هېواد نورو لوړپوړو چارواکو سره هم وګوري او د سیاسي او اقتصادي اړیکو او دوه اړخیزو همکاريو پر پراختيا خبرې وکړي.