د (SA Defensa) په نوم يوه بنسټ راپور ورکړی، چې امريکا د افغانستان هغه چورلکې چې د جمهوريت له پرځېدو وروسته يو شمېر نظاميانو ازبکستان ته تښتولې وې پېرو هېواد ته سپارلې دي.
په راپور کې د يادو چورلکو د شمېر په اړه څه نه دي ويل شوي؛ خو ويل شوي چې چورلکې له دې وړاندې کولمبيا ته ورکړل شوې وې او اوس پيرو هېواد ته سپارل شوي.
افغان حکومت د خپل مسوليت له مخې بار بار له امريکا او ازبکستان وغوښتل چې د افغانستان د خلکو ياده شتمني بېرته افغانانو ته وسپاري.
يادې چورلکې د جمهوري له پرځېدو سره سم د يو شمېر نظاميانو او جنرالانو له لوري ازبکستان ته وتښتول شوې، چې يادې چارې ته د لوی خيانت نوم ورکړل شوی دی.
