له افغانستان بهر، یوه ډله د پرځېدلي جمهوریت پخواني چارواکي چې په افغانستان کې یې د اوسني سرپرست حکومت مخالفت ته کار ویلی، په دې لټه کې دي چې خپلې تېرې تورې او بدنامې کارنامې پټې کړي، خلک او عام ولس تېرباسي، ځانونه د دوی تر ټولو نږدې خواخوږي معرفي کړي او په دې ډول هڅه کوي چې ځانونه په خلکو کې محبوب کړي. دوی فکر کوي، چې ګواکې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د خلکو ذهنیت بدل شوی او د دوی کړي جنایتونه او ظلمونه یې هېر کړي دي.
له دې ډلې یو یې هم د جمهوریت پر مهال د خوست، میدان وردګ او لوګر ولایتونو والي حلیم فدايي دی چې وخت ناوخته دا ډول دریځونه نیسي او هڅه کوي، خپل ټول هغه جنایتونه او ظلمونه وپوښي چې په دغو ولایتونو کې یې له امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو سره په ګډه پر عامو افغانانو وکړل. د نوموړي د ولایت پر مهال، په دغو ولایتونو کې سلګونه او آن زرګونه بې ګناه افغانان د امریکايي او داخلي عسکرو په شپنیو عملیاتو، چاپو، هوايي بریدونو او د توپونو په بریدونو کې له منځه ولاړل، سلګونه مېنې ورانې شوې او زرګونه بې ګناه خلک د بګرام او پلچرخي په څېر کرغېړنو زندانونو کې وحشیانه شکنجو ته حواله شول.
خو اوس همدا فدايي هڅه کوي، خپلې هغه تورې کارنامې پټې کړي، ځان د ولس خواخوږی او محبوب وښيي، نو ځکه دا ډول بحثونه مطرح کوي. نوموړی د خپل واک پر مهال د زرګونو بې ګناه افغانانو په وژنو، شکنجو او ځورونو کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول ښکېل و او د خپل واک د دوام په بدل کې به یې دغه ډول جنایتونو ته توجیه لټول. دا یوازې فدايي نه و، خو فدايي یې یوه بېلګه کېدای شي. په سلګونو او آن زرګونو نور داسې چارواکي هم وو، چې لاسونه یې د بې ګناه خلکو په وینو سره وو، د دوی په وینو یې دنګې بنګلې او منارې جوړې کړې او د اشغال تر توغ لاندې یې د هر آزادۍ غوښتونکي افغان غږ بنداوه.
همدا چارواکي چې د جمهوریت په پرځېدو یې ځالې ړنګې او د واک کاذب تختونه یې را چپه شول، له هېواده وتښتېدل او هلته اوس هم په افغانستان کې د جګړې د بیا پیل او فتنو د خپرولو لپاره هره ورځ منډې ترړې وهي، خلک جګړې ته هڅوي او غواړي دلته یو ځل بیا د وینو ګرمې ویالې روانې کړي، خو دوی دا ځل د افغانانو له داسې کرکې او نفرت سره مخ دي چې آن ښې خبرې یې هم په خلکو بدې لګېږي. دوی اوس د ځانونو او جنایتونو په اړه سپیناوي ورکوي او هڅه کوي د خلکو په ذهنونو او د تاریخ په پاڼو کې د دوی تورې او بدنامې کارنامې بدلې کړي.
خو خلک او تاریخ بیا هېڅکله د ظالمانو، وحشیانو او جنایتکارو څهرو، ډلو ټپلو او ګوندونو هېڅ جنایت او ظلم نه هېروي او نه یې بښي. خلک اوس پوهېږي چې دا کسان او چارواکي څو څهرې او څو مخونه لري او رښتینی مخ او څهره یې څه ډول وه/ ده. افغانان هېڅکله هم بیا په دا ډول جنایتکارو، مفسدو او تاریخ تېرو څهرو باور نه کوي او نه هم د خپل ځان او وطن برخلیک د دوی په لاس کې ورکوي. له دغو چارواکو د خلکو اوسنۍ کرکې او انزجار ته په پام، ښايي د دوی مړو ته هم اجازه ور نه کړي چې په دې خاوره کې خښ کړای شي، ځکه دوی له دې خاورې سره دومره خیانت کړی چې د ځان لپاره یې د یوه قبر په اندازه ځای هم نه دی پرې ایښی.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.