د پاکستاني پوځ له لوري درې تنه مجبور شوي د جمهوريت د دور عسکر له بلوچ ملت پالو سره په جګړه کې وژل شوي.
هندوکشغږ ته د موثقو سرچینو څخه معلومات رسېدلي چې پاکستاني پوځ او استخباراتو په دې وروستیو وختونو کې د تیر جمهوريت د دور د هغو صاحب منصبانو، عسکرو او اربکیانو نوم لیکنه پیل کړې چې په پاکستان کې اوسېږي. لومړی دوی ته تمه ورکول شوې وه چې په افغانستان کې به دننه د فعالیت لپاره امکانات ورکول کېږي، خو کله یې چې په دې تمه را ټول شوي پوځي عسکر، صاحب منصبان او اربکیان خپلو ټرننګ سنټرونو ته انتقال کړل، هلته یې له یو څه روزنې وروسته د عملي تمرین په موخه له وسلوالو مخالفینو سره د جنګ لپاره د ژوب او نوشکي سیمې ته یووړل، چې د معلوماتو له مخې تر دې دمه له بلوڅ وسلوالو سره په نښته کې درې تنه(غفور، آدم خان او صمد) وژل شوي.
د سرچینې په وینا، پاکستانی پوځ او استخبارات د تیر نظام د صاحب منصبانو، عسکرو او اربکیانو ليستونه ټولوي، ځايونه یې معلوموي، هغوی ته فريب ورکوي او خپلو کمپونو ته یې بیايي او بیا یې له خپلو وسلوالو مخالفینو سره جنګوي. د موثقو معلوماتو له مخې، د میاشتې د ۳۵۰۰۰ کلدارو وعده هم ورسره کوي.
دغه پخواني عسکر زیاتره اوس په دې لټه کې دي چې بیرته افغانستان ته راشي، خو د دې له امله چې کورنۍ یې د پاکستاني پوځ د استخباراتو تر څار لاندې دي او لارې هم بندي دي نو افغانستان ته په بیرته تګ کې زیات مشکلات لري.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، کومو عسکرو یې چې حقیقت درک کړی وو نو د خپلو اقاربو په واسطه یې د اسلامي امارت اړونده امنیتي مقاماتو سره تماس نیولی چې د اسلامي امارت له لوري د بیرته راتګ لپاره اطمینان هم ورکړل شوی.
#هندوکشغږ
