آپارتاید يوه ډېره استعمال او کارېدونکې کليمه ده، خو په دې باید و پوهېږو چې دا کلیمه څه معنی؟ تاريخ یې څه دی؟ په غربي نړۍ کې اوس دا شتون لري او که نه؟ او همدارنګه د غربي نړۍ لخوا په اسلامي هيوادونو او په ځانګړې توګه افغانستان کې د کومو موخو لپاره ترې استفاده کېږي!؟
په دې لیکنه کې پرې هر اړخيز بحث کوو، خو پيل یې له تاريخي پس منظر څخه کوو، چې آپارتاید په لومړي ځل چيرته او کله پيل او د بحث وړ شو.
د آپارتاید تاريخ:
آپارتايد چې ژباړه یی “جلاوالی” دی، د نژادي جلاتوب یو بنسټیر سیستم و چې له ۱۸۴۸ ز کال څخه تر ۱۹۹۰ز کال پورې يې په سویلي افریقا او سویل لوېدیځه افریقا کې(اوس نامیبیا ده) شتون درلود؛ آپارتاید د باسسکاپ(ملکتوب یا مشرتوب) د ځانګړتیا پر بنسټ، د زورواکي سیاسي دود په توګه پېژندل کېده چې موخه یې په سویلي افریقا کې د لږه کیو سپین پوستو سیاسي، ټولنیزه او اقتصادي برلاسي وه.
د دې ټولنیز نظام پر بنسټ، سپین پوستو وګړو تر ټولو لوړ حیثیت درلود، له دوی وروسته اسیایانو او نورو نژادي ډلو ځای درلود او تور پوستي افریقایان په وروستي ځای کې راتلل؛ د آپارتاید اقتصادي میراث او ټولنیزې اغېزې تر نن ورځې پورې دوام لري او دا اغیزې د افریقايي براعظم په ډېرو هيوادونو کې لا هم محسوسېږي.
آپارتاید په دوو برخو وېشل شوی و؛ یوه یې د آپارتاید کوچنۍ بڼه وه چې پر بنست يې د عامه بنسټونو او ټولنیزو پیښو جلا کول وو، بله یې د آپارتاید لویه بڼه وه، د اوسېدو د ځای درلودل او کاري فرصتونه یې د نژاد پر بنسټ وړاندې کول.
د آپارتاید لومړی قانون، د ۱۹۴۹ز کال ګډو ودونو د منعې قانون و، چې له دې ورسته د ۱۹۵۰ز کال د غیر اخلاقي کړنو د تعدیل قانون وضع شو، چې د سویلي افریقا دېری وګړي يې له نورو نژادونو سره د واده یا جنسي اړیکو څخه منع کول.
د ۱۹۵۰ز کال د نفوسو د ثبت قانون، ټول سویلي افریقایان د ظاهر، پېژندل شوي نسب، ټولنیز اقتصادي حالت او د دودیز ژوند بڼې پر بنسټ په څلورو نژادي ډلو وېشلي وواو هغه دا وو:
تور، سپین، نور رنګونه او هندي؛ دوه وروستۍ ډلې يې په نورو وړو برخو هم وېشل شوې وې، د اوسېدو ځایونه، د نژادي طبقې پر بنسټ ټاکل کېدل.
د ۱۹۶۰ او ۱۹۸۳ز کلونو تر منځ، د آپارتاید قانون پر بنسټ ۳.۵ میلیونه تور پوستي افریقایان له خپلو کورونو څخه وشړل شول او جلا شوو ګاونډیو سیمو ته و لېږدول شول، چې په عصري تاریخ کې د لویو ډله ییزو شړلو څخه ګڼل کېږي؛ دې هدفي شړلو ډېری موخې دا وې چې تور پوستي په لسو ټاکل شویو “قبایلي سیمو” کې را ټول کړي، چې د بنتوستان په نوم یادېدلې او له ډلې یې څلور د خپلواکو هېوادنو په توګه را څرګند شول؛ حکومت اعلان وکړ چې، بې ځایه شوي کسان چې په بنتوستان کې جذب شوي، د سویلي افریقا خپل تابعیت له لاسه ورکوي.
آپارتاید په پراخه کچه نړیوال او کورني مخالفتونه را وپارول چې په پایله کې د شلمې پېړۍ ځینې اغېزمن نړیوال ټولنیز خوځښتونه رامینځته شول؛ دا کړنې په پر له پسې توګه په ملګرو ملتونو کې په پرله پسې ډول و غندل شوې او د وسلو او سوداګرۍ پراخ بندیزونه یې په سویلي افریقا باندې ولګول.
د ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ز لسیزو په ترڅ کې، داخلي مقاومت د آپارتایډ په وړاندې په تدریجي توګه وسله واله بڼه خپله کړه چې د نېشنل ګوند د حکومت له خوا په وحشیانه ډول و ځپل شو او په پایله کې یې اوږدمهاله فرقه ییز تاوتریخوالی رامنځ ته شو، چې د زرګونو کسانو د مړینې او زندان لامل شو.
ځینې سمونونه، لکه: په پارلمان کې هندي او نورو نژادونو سیاسي استازو ته ځای ورکول، د آپارتاید په نظام کې را منځ ته شول، خو دا ګامونه د ډېرو فعالو ډلو په خوښه نه وو.
د ۱۹۸۷ او ۱۹۹۳ز کلونو تر منځ، نېشنل ګوند د افریقا له کانګرس سره چې د آپارتايد مخکښ سیاسي ضد غورځنګ و، د دوو اړخیزو خبرو مېز ته کښېناست، ترڅو جلاتوب ته د پای ټکی کېږدي او ټول ګډونه واکمني را منځ ته کړي.
په ۱۹۹۰ز کال کې، د کانګرس مشهور غړي، لکه:
نیلسن ماندیلا له بند څخه خوشي شول؛ د ۱۹۹۱ ز کال د جون په ۱۷مه نېټه د آپارتاید قانون لغوه شو، چې د ۱۹۹۴ز کال په اپریل کې يې ټول ګډونه ټاکنو ته لاره هواره شوه، خو د دې هواري سره نن د افريقايي براعظم ډېری هيوادونه لا هم د دې نژادي بیلوالي شاهدان دي.
خو د تاريخي پس منظر ته په کتلو يوازې افریقا نه وه، چې ددې نژادي تفکیک شاهده وه، بلکې د نړۍ اوسني د بشري حقوقو لومړني تش په نامه مدافعین امريکا هم د دې نژادي تبعيض او تفکيک په ډله کې خپل ځای لري؛ امريکا کې همدا اوس او تېري دوې پېړۍ د ټاکنيزو کمپاينونو په لړ کې هر وخت د تور پوستو او سپين پوستو د رایې ورکونې په سر جنجالي بحثونه او د امريکا مېشتو افریقایي تور پوستو د رایې اچونې د حق د سلب په موضوع جنجالونه راپورته شوې دي.
په امريکا کې له ۱۸۷۰ز کال څخه بيا تر ۱۹۶۴ز کال پورې د سپين او تور پوستو ترمنځ د رایې ورکونې په سر جنجالونه وو، دې جنجالونو په ۱۹۶۴ز کال کې د امريکا کانګريس مجبور کړ چې د مدني حقوقو د خوندیتوب تر نامه لاندې په امريکا کې د ژبې، دين، نژاد او نورو ټولو جنجالي موضوعاتو ناندرۍ غير قانوني او جرم اعلان کړي.
د جنسيتي بېلوالی وروستۍ يوه نمونه چې په امريکا کې یې تاريخي لاريونونو ته لاره هواره کړه، په ۲۰۲۰ز کال کې د میناسوتا ایالت تور پوستی جورج فلویډ د همدې کال د مې مياشتې پر ۲۵مه نیټه یوه پلورنځي ته د جعلي بانکنوټ د وړاندې کولو په تور ونيول شو، له نيونې سره سم د سپين پوستو لخوا وروسته زندۍ شو، هغه د زندۍ په وخت کې دا بغارې وهلې، چې ساه نه شم اخیستلی، مړ شوم او په همدې حالت کې مړ شو، دا د نژادي تبعيض يا بېلوالي يوه نمونه د امريکا په شان يو هيواد کې ده.
خو ددې تاريخي لټون په برخه کې که اروپايي او نورو انسان ساختو سازمانونو او قوانينو ته کتنه کوو د ټولو حال همداسې دی.
د عثماني خلافت تر نسکورېدو وروسته غربي نړۍ د مسلمانانو لپاره د همدې آپارتايد تر نامه لاندې د خپلو موخو د عملي کولو، د مسلمانو هيوادونو په مینځ کې د اسلام په ځای د غربي ديموکراسۍ د غوښتونو عملي کولو او نورو شومو موخو ته د رسېدلو لپاره د غربي شيطاني سازمانونو، هيوادونو او پروژيي وګړو لخوا هر وخت د خپلو باطلو کړنو لپاره استفاده شوې ده.
په مسلمانو هيوادونو کې کفري نړۍ جنسيتي آپارتايد دوی هغه څه ته وايي چې اسلام ورکړي وي، اسلام د انسان د بشري حقوقو، عدالت لپاره داسې الهي احکام او قوانين لري، چې د انسان ساختو سازمانونو او کنوانسيونونو لخوا به یې يوه ماده هم په پېړيو پېړيو کې درک او پېژندنه ترسره نه شي.
اسلام د انسانانو ترمنځ عدالت او برابروالی په تقواء او عبادت سره کړی، د یووالي لپاره يې کليمه طيبه د وحدت او یووالي مصدر ګرځولې، د عربي او عجمي ترمنځ هيڅ جنسيتي آپارتايد او تبعیض شتون نه لري، بلکې يوازې او يوازې د الهي احکامو په ځان منل او عملي کول دي چې برتري رامنځته کوي.
د رسول صلی الله عليه واله وسلم مؤذن حضرت بلال حبشي په رنګ تور وو، غلام وو، خو اسلام چې د عدل او برابرۍ دين ده، هغه غلام پکې هيچا ونه رټه او نه هم په اسلام کې دا بحث چا وکړ چې دا خو غلام وو او دی بايد مؤذن نه وي، بلکې رسول صلی الله عليه واله وسلم چې د معراج په شپه اسمانو ته روان و، يو ځای کې حبشي غلام له ده وړاندې وو؛ رسول خدا ترې وپوښتل اې بلاله! کوم عمل کوې چې داسې وړاندې يې؟ حبشي غلام ورته وويل زما مور او پلار دې درنه ځار وي، کوم خاص عمل نه کوم يوازې په اوداسه سره ګرځم.
دا يوه وړه بېلګه ده چې اسلام ۱۴۰۰ کاله وړاندې جنسيتي آپارتايد ته (نه) ويلې ده، بلال په رنګ تور وو، غلام وو، خو چې په اودس ګرځېده او د رسول صلی الله عليه واله وسلم مؤذن وو، له ډېرو صحابه کرامو وړاندې وو.
غرب د خپلو شومو موخو او هدفونو لپاره په مسلمانو هيوادونو او په ځانګړې توګه افغانستان کې دا جنسيتي آپارتايد د کليشي په توګه کاروي؛ ښځو ته د میراث حق ورکول، په بدو کې نه ورکول، د عزت او وقار خونديتوب، د انسانانو بشري حقوقو دفاع، په محاکمو کې په وخت د هغوی مشکلاتو ته رسېدنه او نور ډير داسې عوامل دي چې شیخ صاحب حفظه الله یې په اړه تېرو دريو کلنو کې فرامين ورکړي دي.
د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د تيرې مياشتې قانون که په حقيقي توګه ولوستل شي، همدا یې موخه ده، چې د ښځو حقوق، وقار او حيا پکې خوندي وي او شي.
غرب د خپلو عینکو او خپلو موخو لپاره دلته د جنسيتي بیلوالی نغارې ډنګوي، خو هغو حقوقو ته چې دوی یې په افغانستان کې غوښتنه کوي او یا هم د خپلو څو استخباراتي کړۍ د اسلامي نظام او اسلام ضد پرژویي مېرمنو له لارې غوښتنه کوي؛ هغه حقوق افغانانو ته د تېر تاريخ په راتلونکي کې نه ده منلو وړ وو او نه به وي او د افغان جغرافيايي هيڅ حر او آزاد کس داسې حقوق خپلې، مور، خور او ميرمن ته نه غواړي.
اوس افغانانو درک کړې چې د غرب لخوا افغان خويندو، ميندو او مېرمنو ته غوښتنکي حقوق د اسلام او اسلامي نظام ضد دي.