ملي دفاع وزارت وايي، د مرکزي قطعاتو او سیمه ييزو قول اردوګانو ۱۹۹ تنه منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ييزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه يیزو ځواکونو ښوونځي د SPG-9, هاوان، M2, کشف اراضۍ او M24 څانګو له درې میاشتنیو مسلکي زده کړو څخه فارغ شول.

د سرچينې په خبره مسؤلینو یادو فارغانو ته د اِعداد اهمیت او ارزښت بیان کړی، له اسلامي نظام څخه په دفاع یې مکلف بللي او د عصري وسلو، ټکنالوژۍ او تجهیزاتو په ښه کارولو او له ولسونو سره د ښه چلند سپارښتنې یې ورته کړي.

ورته مهال نویو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو لپاره چمتووالی ښودلی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version