د ملي دفاع وزارت وايي، د بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو ۱۰۴ تنه خوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جگړه‌ییزو گډو زده‌کړو له قومندانۍ فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، فارغ شوو منسوبینو د ۳ میاشتو په موده کې د نښې ویشتلو، پوله‌ساتو ځواکونو او بلوک مشرانو مسلکي او عقیدتي زده‌کړې وکړې.په خبرپاڼه کې له فارغ منسوبینو غوښتل شوي، چې په اوسنۍ زده‌کړو بسنه مه‌کوئ، بلکې د نورو مسلکي زده‌کړو هڅه هم وکړئ.د ملي دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال د دغه وزارت په اړوند روزنځایونو کې زرگونه ځوانان په زده‌کړو بوخت دي، چې له فراغت وروسته به د هېواد په بېلابېلو امنیتي برخو کې په دندو وگمارل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version