د هند حیدر اباد کنګس ښار کې په پابندۍ سره د لمونځ ادا کولو له پاره جایزې ټاکل شوي دي.انډیپنډنټ په یو راپور کې وایي، دغه کار د عاطف سوداګر په نوم یو ځوان پېل کړی چې موخه یې لمونځ ته د ماشومانو تشویقول او ویښتیا رامنځته کول دي.عاطف سوداګر هر هغه ماشوم ته یو بایسکل په جایزه کې ورکوي چې پوره څلوېښت ورځې په جماعت سره لمونځ ادا کړي.عاطف سوداګر ویلي، د ډیجیتل ټیکنالوژۍ په دې زمانه کې نوي ځوانان په موبیل او کمپیوټر بوخت دي چې له امله یې د هغوی په تعلیمي او ټولنیز ژوند ډېر اغېز کړی.هغه وایي، ماشومان له اسلام لرې شوي چې نن سبا دغسې ګام اخیستل ډیر اړین دي.نوموړي ویلي، جایزه کې بایسکل ورکول یوازې بهانه ده او د دې پروګرام موخه یې له لمانځه سره د ماشومانو عادي کول دي.عاطف ویلي چې د دې پروګرام له پېل وړاندې یې له ځایي علماوو سره مشوه کړې او اوس په جومات کې خلک زیات شوي دي. هغه وایي دا کار د الله تعالی د رضا له پاره کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version