د حماس د سیاسي دفتر غړي عزت الرشق ویلي، چې د غزې د اوربند موافقه د فلسطیني ولس د سترې قربانۍ، زغم او د حماس غورځنګ د مقاومت د ثابت دریځ نتیجه ده.
هغه زیاته کړې، چې دا تړون د حماس د تاریخي مسؤلیت او د ملت د مشروع حقونو د دفاع په موخه ترسره شوی او د اکتوبر اوومې د لاسته راوړنو دوام ګڼل کېږي.
الرشق ویلي، د یرغل د پای تړون یو ملي بری دی، چې د فلسطین د ولس یووالی او د مقاومت لاره یې نوره هم پیاوړې کړه.
نوموړي ټینګار کړی، چې د خبرو ټولو پړاوونو کې د غزې د وینې او قربانیو درناوی د حماس اصلي هدف و.
دغه راز یې زیاته کړې، اشغالګر هغه څه چې د نسلوژنې او لوږې له لارې یې په دوه کلونو کې ونه شو کړای، په خبرو اترو کې یې هم ترلاسه نه کړل.