د حماس غورځنګ د پوځي څانګې «القسام لواء» ویاند ابوعبیده ویلي، چې د اسرائیل له لوري د غزې نیولو هر ډول پلان به د دغه رژیم سیاسي او پوځي مشرتابه ته دروند زیان ورسوي او د اسرائیلي عسکرو د نیول کېدو چانس به زیات کړي.

هغه په ټیلیګرام کې لیکلي «زموږ مجاهدین په بشپړه تیارسۍ کې دي، لوړ مورال لري او د یرغلګرو پر وړاندې به د اتلولۍ بېلګې وړاندې کړي.»

ابوعبیده زیاته کړې، چې حماس د خپلو امکاناتو له مخې د بندیانو ساتنه کوي، خو هغوی د جګړې په سیمو کې دي، که کوم بندي ووژل شي، نو د نوم، انځور او ثبوت سره به یې اعلان وکړي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه شوي، چې تازه په غزه کې د يوه کمين‌ په ترڅ کې د اسرائیل څلور پوځیان مړي او ژوندي ورک شوي، يو وژل شوی او يوولس نور ټپيان دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version