د حماس غورځنګ ویاند «حازم قاسم» ویلي، چې اسرائيلي دښمن تل له تړونونو سرغړونه کوي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د حماس وسلې د فلسطيني ولس د دفاع قانوني حق دی، خو اصلي ستونزه د دښمن په وسلو کې ده، چې د غزې خلک یې وژلي او ښار یې ويجاړ کړی.

هغه همدا راز د یمن د پوځ د مشر “شهید حمد الغماري” د شهادت يادونه کړې او د غزې د ملاتړ په برخه کې، د يمن د ثابت دريځ او قربانيو ستاينه هم کړې ده.

په ورته وخت کې د حماس یو تن مشر «اسماعيل رضوان» هم الجزيرې ته ويلي، چې حماس د اوربند د تړون د بريا لپاره هڅه کوي، خو اسرائيلي اشغالګر د خپلو ژمنو له پوره کولو تېښته کوي.

نوموړي زياته کړې، چې غزې ته د مرستو داخلول ډېر محدود دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version