
د حماس پوځي څانګې القسام ویاند “ابو عبیده” ویلي، چې د بندیانو د جسدونو په اړه یې له پیل څخه تر اوسه ښه چلند کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د اوربند د تړون له مخې ټول هغه مسؤلیتونه ترسره شوي چې پر “القسام” لازم وو او له منځګړو یې غوښتي، چې خپل رول ته جدي پاملرنه وکړي او دښمن د شویو هوکړو عملي کولو ته اړ کړي.
دغه راز یې ویلي، چې منځګړو ته د اسرائیلي سرتېري “ران غویلي” د جسد د موقعیت په اړه ټول معلومات سپارل شوي دي.

