د صهیونیستي رژیم رسنیو راپور ورکړی، چې تازه د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې کتائب القسام د غزې تړانګې په خان یونس سیمه کې د دغه رژیم د پوځ د قومندې او کنټرول پر مرکز برید کړی.

په راپور کې راغلي، چې برید نن سهار د سپکو او درنو وسلو پر مټ شوی، چې پر مهال یې یو صهیونیست پوځي وژل شوی او پنځه نور مرګوني ټپیان شوي دي.

ورته مهال د یاد رژیم یو شمېر نورو رسنیو له غزې تړانګې پر اشغال شویو فلسطیني سیمو د توغندیز برید خبر ورکړی؛ خو د اوښتو زیانونو په اړه یې څه نه‌دي ویلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version