د قطر د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د ډاکټر خلیل الحیه په مشري د حماس اسلامي غورځنګ یوه پلاوي د دغه هېواد له لومړي وزیر سره کتلي دي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې په دې کتنه کې په غزه کې د اوربند د خبرو اترو په وروستیو پرمختګونو او اړوندو نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.
د یادونې وړ ده چې، قطر دا مهال د حماس او صهیونیستي اسرائیلو ترمنځ د اوربند په مذاکراتو کې د منځګړي په توګه رول لري.