څو ورځې وړاندې پاکستان د تحریک طالبان پاکستان د شتون په بهانه، په پکتیکا ولایت کې په هوایي برید لوی جنایت ترسره کړ، چې په پایله کې یې ګڼ شمېر ملکي وګړي، په ځانګړې توګه بې ګناه ماشومان په شهادت ورسول.

ملګرو ملتونو او د امريکا حکومت هم برید ته په خپلو غبرګونونو کې منلې چې په دې برید کې ملکي وګړي شهيدان شوي دي. دا بې رحمانه برید نه يوازې عرب او عجم ملتونو غندلی، بلکې د افغانستان د خلکو او د نړۍ د آزادو ملتونو له زړنو د پاکستان د مزدور پوځ د ظالمانه کړنو د غندنې په موخه، د غږ اوچتېدو لامل هم شوی.

یو شمېر مزدور او پردي پال کسان لکه محمد محقق چې ځان د افغانستان د اهل تشیع مشر او تاجدار ګڼي، د دې پر ځای چې د افغانستان له خلکو سره ودرېږي او د پاکستان د جنایاتو غندنه وکړي، هڅه یې کړې چې له دې پېښې په ناوړه ګټه اخیستو، پاکستان ته د غلامۍ لپاره شین څراغ وښيي. له بده مرغه، په ډېره بې شرمۍ سره یې هغه معصوم ماشومان چې په دې ظالمانه بمباریو کې شهيدان شوي دي، ترهګر بللي دي.

د محقق د خبرو دا ډول ژبه نه يوازې له اسلامي او بشري اصولو سره په ټکر ده، بلکې د دې کس د اخلاقي کمزورتیا او بې شرمۍ څرګندونه کوي، چې د افغان ملت په اړه یې ښودلې ده.

د جمهوريت چارواکو او د شر او فساد ډلو له دې ډول بې شرمانه څرګندونو سره نه يوازې خپل ځانونه د افغان ملت لپاره د غبرګون او ذلت دې لویدلې کچې ته رسوي، بلکې د افغانستان په تاریخ کې به د شرم د یوه ټکي په توګه یاد او پاتې وي.

دا چې دغه ډول مجهول الهویة او ورک اصله اشخاص، د دې پر ځای چې د افغان ملت ننګه وکړي، د پردیو او اشغالګرو هېوادونو د ګټو د خوندیتابه لپاره درېږي، پرته له دې چې له خپل هېواد او افغانانو سره خیانت وکړي، بل هېڅ نه دي. تاریخ ثابته کړې چې دا ډول کسان به تل د ملت په وړاندې شرمېدلي وي او هیڅکله به ونشي کولای چې له خلکو سره د خیانت له دروند بار څخه خلاص شي.

افغان ملت باید له پخوا ډېر د سرپرست حکومت د مشرانو په څنګ کې ودریږي، تر څو اسلامي نظام د دې خاورې د دفاع په لاره کې ثابت ګامونه پورته کړي، باید داسې پلورل شویو کسانو لکه محمد محقق ته، هېڅکله ددې اجازه ورنکړو چې په داسې بې بنسټه او سپکو خبرو سره د افغان ملت پر وړاندې نور جنایات هم وکړي.

یادونه: په هندوکش غږ کې خپرې شوي لیکنې او نظریات یوازې د لیکوالانو د نظر څرګندونه کوي، د هندوکش غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version