د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف له خوا په اېکس کې د اسرائیلو په ضد د یوه توند پیغام خپرول او بیا د اسرائیلي چارواکو له غبرګون وروسته د هغه سمدستي حذفول، د پاکستان په بهرنۍ پالیسۍ کې د ګډوډۍ او د خپلواک دریځ د نشتوالي یوه بله څرګنده بېلګه وه. آصف په دغه حذف شوي ټویټ کې اسرائیل د بشریت لپاره بدمرغي او سرطاني ریاست بللی و، خو د دې ټویټ عمر ډېر لنډ و؛ ځکه چې د بهرنیو دیپلوماتیکو فشارونو او داخلي اختلاف څپې د پاکستان دغه توند شعار ډېر ژر بېرته په شا کړ.
د دې پیغام حذفول په حقیقت کې د نړیوالو فشارونو په وړاندې د اسلام آباد د پوځي رژیم د کمزورۍ ښکارندويي کوي. که څه هم د آصف څرګندونې د سیمې د عیني واقعیتونو او د ولسي احساساتو په رڼا کې واقعي ښکارېدې، خو د اسرائیلو د غبرګون په وړاندې د هغه شاتګ دا ثابته کړه چې پاکستاني چارواکي د خپلو توندو څرګندونو د پایلو د زغملو وړتیا نه لري. دې چارې د پوځي رژیم د بشپړ حاکمیت او خپلواکۍ د نشتوالي په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې او ښيي چې پرېکړې یې د ملي ارزښتونو پر ځای د بهرني اعتبار د ساتلو تر اغېز لاندې دي.
د آصف له پاروونکي ټویټ څخه یوازې څو دقیقې وروسته د دغه رژیم لومړي وزیر شهباز شریف له خوا د اوربند او دیپلوماتیکو هڅو په اړه پیغام، په ښکاره ډول د پاکستان په دولتي دستګاه کې د همغږۍ نشتوالی او د نظرونو ژور تضاد څرګند کړ. داسې ښکاري چې شهباز شریف غوښتل د آصف د توندو څرګندونو منفي اغېز سمدستي خنثی کړي او نړیوالې ټولنې ته دا پیغام ورکړي چې د پاکستان رسمي سیاست له دغه دریځ سره توپیر لري. دا او دې ته ورته تضادونه د دې لامل کېږي چې پاکستان په نړیواله کچه د دوه مخي لوبغاړي په توګه وپېژندل شي او په دولتي دستګاه کې یې له خپل منځي اختلاف پرده پورته شي.
د آصف ټویټ ته د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر او نورو لوړ پوړو چارواکو توند غبرګونونه، چې پاکستان یې د سولې د منځګړي پر ځای پخپله یوه ستونزه بللی، اسلام آباد له سخت دیپلوماتیک ګذار او نیوکې سره مخ کړی دی. اسرائیلو په ډېر مهارت سره د آصف له خبرو څخه په ګټې اخیستنې د پاکستان هغه هڅې تر پوښتنې لاندې راوستې چې غواړي د ایران او امریکا ترمنځ د یوه منځګړي رول ولوبوي. دا موضوع د پراخ پوښښ له امله د پاکستان لپاره په دې مهمو ورځو کې په ننګونه بدلې شوې، ځکه چې د اسرائیلو د نابودۍ هیلې ښکاره کول او بیا د بهرني او دروني فشار له امله شاتګ، د پوځي رژیم دیپلوماتیک وزن په بشپړه توګه زیانمن کړی دی.
د پاکستان پوځي رژیم او تر شا ولاړ دولت یې په یوه داسې حالت کې دي چې له یوې خوا د داخلي مذهبي او ولسي فشار له امله باید د اسرائیل ضد دریځ وښيي، خو له بلې خوا د اقتصادي پاشلتیا او نړیوالې انزوا له وېرې نه شي کولای له اسرائیلو او د هغوی له ملاتړو سره اړیکې په بشپړه توګه خرابې کړي. د ټویټ حذفول په حقیقت کې د هغې وېرې څرګندونه ده چې پاکستان یې د خپلو دیپلوماتیکو او مالي ګټو د بایللو په اړه لري. دا دوه ګونی سیاست د دې لامل شوی چې پاکستان نه په اسلامي نړۍ کې د یو غوڅ رهبري کوونکي رول ولري او نه هم په لوېدیځ کې د باور وړ شریک پاتې شي.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان دغه ډول شعارونه ډېری وخت یوازې د عامه افکارو د غولولو لپاره وي؛ ځکه پاکستان په عمل کې د ټرمپ د سولې بورډ کې له داخلېدو سره د فلسطيني مبارزینو د بې وسلې کولو لپاره غزې ته د پاکستاني پوځونو لېږلو ته هم چمتووالی ښودلی و، تر څو امريکا او اسرائيل خوښ شي. د دې معاملې تر شا اصلي هدف دا و چې امريکا په بلوچستان کې د کانونو په برخه کې پراخې پانګونې وکړي او د پورونو په کمولو کې مرسته ورسره وکړي. د پوځي رژیم په دریځونو کې دا تضاد ښيي چې دغه رژیم د خپلو مادي ګټو او بقا لپاره چمتو دی چې د خپلو شعارونو برعکس، د فلسطین په څېر د امت په حساسو قضیو کې هم له سترو قدرتونو سره پټې معاملې وکړي.
