د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، اقتصادي معاونیت د خواف ـ هرات د څلورمې قطعې د دویمې برخې پروژې طرحه ومنله. له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، اقتصادي معاونیت د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دویمې برخې (۴۷) کیلو متره پروژې د مالي تمویل او تدارکاتي چارو د پیل وړانديز طرحه منظور کړه. د خبرپاڼې له مخې، د هرات ـ خواف د اوسپنې پټلۍ کارونه به راتلونکی کال پیل شي.: «د دې لویې زیربنایې پروژې په بشپړېدو او ګټه اخیستنې سره به د اوسپنې پټلۍ ادارې د خدمتونو او عوايدو کچه لوړه او د سوداګریزې برخې د پراختيا او ګڼو کاري فرصتونو په رامنځته ته کولو کې به خورا مهم رول ولوبوي.» د يادونې وړ ده، چې د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې ټوټې دويمه برخه ټولټال ۴۷ کيلومتره اوږدوالی لري، چې له رباط-پريان څخه پيل او تر هرات هوايي ډګر پورې غځېږي. دا چې یاده پروژه هرات هوایي ډګر او صنعتي ښارګوټی سره وصلوي، د سیمه‌ییز اتصال او ملي عوایدو په لوړولو کې له خورا مهم ټولنیز او اقتصادي ارزښت څخه برخمنه ده، چې اوس مهال یې تخنیکي او د ډیزاین چارې بشپړې شوې دي. پرون په ازبېکستان کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د اقتصادي مطالعاتو تړون هم لاسلیک شوی و، چې له مخې به یې د اوسپنې اوږده پټلۍ د افغانستان له لارې تېره او خیبر پښتونخوا ته به ورسېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version