د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وایي، چې د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې چارې ۸۷ سلنه بشپړې شوې دي.
د ښاغلي حق شناس په خبره یاده پروژه څلور برخې لري، چې له دې ډلې دوه برخې یې د ایران هېواد اړوند او درېیمه برخه یې د هرات ولایت تر روزنک استیشن پورې رسیږي، چې رغنیزې چارې یې بشپړې شوې دي او دا مهال ترې عملاً ګټه اخیستل کېږي.
د نوموړي په وینا، د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د لومړي فاز رغنیزې چارې د ټولګټو وزارت لخوا د یو قزاقستاني شرکت سره قرارداد شوي، چې د زیربنايي (کیندلو او ډکولو) برخې ۹۶سلنه او د ریل نصبولو چارې يې ۸۵سلنه بشپړې شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره وصل شي، د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد بیې د کمښت او چټکتیا ترڅنګ به د سیمو ترمنځ واټن رالنډ او د افغانستان تولیدي توکي به د نړۍ بازارونو ته لاره ومومي.