د حماس غورځنګ د پوځي څانګې القسام لوا وياند ابو عبيده په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې د غزې په بيت حانون کې د پرون ورځې پېچلي عمليات د اسرائيلي رژيم په عسکرو يو بل سخت ګذار و.

د نوموړي په خبره د دوی جنګيالي د غزې له شمال څخه تر جنوب پورې هره ورځ د اسرائيلي رژيم پر ضد په دوامداره ډول جګړه کوي او تلفات ور اړوي.

ښاغلي ابو عبيده زياته کړې:«که څه هم دوښمن په دې وتوانېد چې خپل سرتېري زموږ د کمين له دوزخ څخه په سختۍ سره خلاص کړي، خو دا يو استثنایي حالت و او ښايي راتلونکي کې ناکامه شي او زموږ لاس ته نور اسيران هم ولويږي.»

ابو عبيده همدا راز د خپل ولس استقامت او د جنګياليو مېړانه هغه دوه عناصر بللي، چې د جګړې معادلې بدلوي او راتلونکې ټاکي.

نوموړي د اسرائيلو د لومړي وزير نتنياهو له لوري غزه کې د خپلو عسکرو پاتې کېدل تر ټولو احمقانه پرېکړه بللې او په وينا یې اسرائیل په لوی تاوان کې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version