د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستیال ملا بخت الرحمن شرافت هرات ته د سفر په ترڅ کې د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې لومړي لاټ له چارو څخه لیدنه کړې.

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي، چې ښاغلي شرافت د دې لیدنې پر مهال مسولینو او تخنیکي ټېمونو ته سپارښتنه کړې چې پر یادې پروژې دې جدي څارنه وکړي.

د ښاغلي حق‌شناس په وینا؛ د دغې پروژې چارې اوس‌مهال ۶۵سلنه بشپړې شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version