‏د خوست ولايت مقام ویاند مستغفر ګربز ویلي، چې د دغه ولایت د تڼيو ولسوالۍ اړوند ادمامد تفریحي سیمه سیلانیانو ته د منظمو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د يوې مياشتې لپاره يو افغان پانګوال ته په قرارداد ورکړل شوې.

ښاغلي ګربز زیاته کړې، چې د خوست ولايتي اداره هڅه کوي، چې د تفریح او سیا‌حت په برخو کې د يادې سيمې تر څنګ په ټولو تفريحي او سیاحتي سيمو کې د سيلانيانو لپاره مهمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د ویلو ده، چې د یادې سیمې غره‌ییز جوړښت او ښکلي طبیعت د ګڼو کورني او بهرنیو سیلانیانو پام ځانته را اړولی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version