د خوست ولايت مقام په يوه خبرپاڼه کې وايي چې، په دغه ولایت کې د غلام خان بندر مسؤولینو له پاکستان څخه افغانستان ته د یو ټېلر بې کیفیته کچالو د واردېدو مخنیوی کړی او بیرته یې یاد هېواد ته مسترد کړي دي.

د سرچينې په وينا، چې دغه یو ټېلر بې کېفیته کچالو، چې د پاکستان له لوري افغانستان ته واردېدل، د غلام خان بندر د نباتي قرنطین مدیریت مسؤولینو له لوري له دقیقې معاینې او چک وروسته بېرته یاد هېواد ته مسترد کړل شوي دي.

له بل لوري د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسؤولین وایي چې، له ټولو سوداګرو څخه د باکیفیته محصولاتو د واردولو هیله لرو، تر څو هېوادوال مو د صحي او پاکو محصولاتو څخه ګټه واخلي.

د یادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د یاد بندر مسؤولینو له پاکستان څخه افغانستان ته د یو ټېلر بې کېفیته جوارو د واردېدو مخنیوی کړی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version