رویټرز د سپینې ماڼۍ په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تمه لري، نن (پنجشنبه) د پوهنې وزارت د تړلو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړي.

د سرچينې په وينا، ټرمپ پلان لري چې د امريکا د پوهنې وزارت د تړلو فرمان د ټکساس، انډيانا، فلوريډا او اوهايو ايالتونو له جمهوري غوښتونکو واليانو سره يوځای د يو لړ ځانګړو مراسمو پر مهال لاسليک کړي.

ټرمپ او د هغه میلیاردر سلاکار ایلان ماسک هڅه کوي، چې د USAID په څېر دولتي پروګرامونه او ادارې وتړي؛ خو د پوهنې وزارت تړل به د ټرمپ لومړنۍ هڅه وي، په داسې حال کې چې یاد وزارت نشي کولی د کانګرس له تصویب پرته وتړل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version