Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د خيالي مبارزې دوام؛ د مخالفینو په آنلاین کنفرانسونو کې څه دي؟
    سیاسي لیکني

    د خيالي مبارزې دوام؛ د مخالفینو په آنلاین کنفرانسونو کې څه دي؟

    عمران آغاعمران آغا4 جون 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    پنځه کاله د یو ملت په ژوند کې کم وخت نه دی. پنځه کاله وړاندې چې کله په هېواد کې نوی نظام واک ته ورسېد، ځینو پخوانیو سیاسیونو د مقاومت په نوم د بغاوت پیل وکړ، هغه بغاوت چې انګېزه یې واک، پیسې او په مجموع کې شخصي غوښتنې وې؛ خو نن چې په هېواد کې د پنځم پسرلي د پای ته رسېدو خوا ته روان یو، په عملي ډګر کې د دې شعارونو هېڅ درک ونه لیدل شو. په حقیقت کې، هغه ونه چې په شعارونو او خیالي ژمنو اوبه کېدله، د واقعیتونو په لومړي خزان کې ورژېده او اوس یې مینه وال یوازې د انټرنیټ په نړۍ او آنلاین غونډو کې د خپل حضور د ثابتولو ناکامه هڅه کوي.

    د دې حقیقت ژوندی ثبوت د برېتانیا، د اکسفورډ پوهنتون په یو تالار کې ولیدل شو. هلته یو کنفرانس جوړ شوی و، چې د تش په نوم مقاومت ډلې د بهرنیو اړیکو مسؤل میثم نظري پکې ناست و او مشر یې احمد مسعود ورته له لیرې هېواده آنلاین وینا کوله. مسعود په خپلو خبرو کې بیا هم هماغه پخوانۍ، تکراري او له واقعیتونو لرې تورونه پوري کړل چې ګواکې په هېواد کې عدالت نشته؛ خو د نوموړي دا تورونه د افغانستان له خاورې او د ولس له زړونو نه، بلکې له افغانستانه په زرګونه کلیومتره لرې د یو بې خبره مبلغ څرګندونې دي.
    .
    تر ټولو عجیبه او د تامل وړ خبره دا ده چې د دغې ډلې فعالانو دا عادي تبلیغاتي ناسته داسې لویه ښودل، لکه په افغانستان کې یې چې کوم ستر ولایت یا ولسوالي نیولې وي. میثم نظري د دې غونډې ستاینې وکړې او د هغوی تبلیغاتي روباټانو داسې شور جوړ کړ چې ګواکې نړۍوال تحول راغلی دی. له یوې آنلاین وینا او د پوهنتون له یوې عادي ناستې څخه د بریا داسې نندارتون جوړول پخپله دا ثابتوي چې د دوی لاس په ځمکه او عملي ډګر کې په بشپړه توګه خالي دی او د خپلې ماتې پټولو او د خیالي مبارزې د دوام لپاره، له آنلاین اخطاریو او شکایتونو پرته بل هېڅ مادي ابزار نه لري.

    کله چې سړی پر همدې څرګندونو د عامو افغانانو تبصرې او نظرونه لولي، نو د ولس بیداري ورته معلومېږي. د هېواد هوښیارو او له جګړو ستړو خلکو په خپلو تبصرو کې ویلي چې: «په همدې شیانو خوشحال اوسئ، دا د شرم وړ دي؛ پنځه پسرلي تېر شول، خو تاسو خلکو ته رشتیا نه وایاست.» خلک اوس پوه شوي چې د هېواد برخلیک په لندن، پاریس او واشنګټن کې د آنلاین ناستو تر شا تغیر نه مومي. پر مقاومت ډلې د ولس نیوکې ښيي چې خلک نور د شعارونو او آنلاین غونډو په ډیجیټلي کلمو نه غولېږي او د هر څه حساب غواړي.

    اصلي خبره دا ده چې د دغو انلاین کنفرانسونو او ډیجیټلي ناستو تر شا بل هېڅ ځواک نشته، دا یوازې د عامه اذهانو د مشغول ساتلو او په بهر کې د څو کسانو د سیاسي بقا د تضمین یوه هڅه ده. کله چې یو بهیر په داخل کې د ولس ملاتړ او د ځمکې پر سر پوځي او واقعي سیاسي شتون له لاسه ورکړي، نو مجبور دي چې د اکسفورډ تالارونه د مورچلونو او تبلیغاتي شعارونه د وسلې په توګه وکاروي، ترڅو خپل پاتې شوني پلویان په مړاوو هیلو ژوندي وساتي.

    د غندنې، سمینارونو او آنلاین غونډو دغه نمایشي حرکات د افغانستان په اوسني وضعیت، د هېواد پر سرتاسري امنیت، ثبات او د نظام پر پرمختګ هېڅ ډول منفي اغېزه نشي لرلای. د افغانستان خلک نن د جګړو او شعارونو پر ځای، د وطن آبادۍ او آرامۍ ته ژمن دي. د مقاومت خیالي ونه نوره په بشپړه توګه رژېدلې ده او ثابته شوې چې د افغانستان واقعیتونه په ډیجیټلي فضا کې نه، بلکې د هېواد دننه په کار، ثبات او ملي یووالي کې جوړېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهاسرائيلي فعالان وايي نتنياهو د اسرائیل واک ډونالډ ټرمپ ته سپارلی
    راتلونکي مقاله د جمهوريت پر مهال د دفاع وزارت مرستیال تمیم عاصي: د طالبانو مخالفې جبهې او د ښځو حقونو فعالان د ميليونونو ډالرو په بدل کې د پاکستان ګټو ته په کار کولو ملي خيانت ترسره کوي

    مربوطه لیکنې

    د پاکستان او د مقاومتي جبهو ترمنځ څه روان دي؟

    3 جون 2026

    یو مصنوعي او بحراني هېواد او کاغذي مقاومت څه ډول ګواښ رامنځته کولی شي؟

    20 مې 2026

    ولې تجزیه غوښتنه د حل لاره نه ده؟

    19 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 4 جون 2026

    د امريکا استازو جرګې د ايران پر وړاندې د جګړې د دوام لپاره د ټرمپ د واکونو محدودولو پرېکړه کړې

    وال سټرېټ ژورنال راپور ورکړی، چې د جمهوري غوښتونکو په مشرۍ د امریکا د استازو…

    د امريکا حکومت ايراني الاصله‌ امريکايي سوداګر او شتمن جمشيد قومي ايران سره د همکارۍ په تور نیولی

    4 جون 2026

    د جمهوريت پر مهال د دفاع وزارت مرستیال تمیم عاصي: د طالبانو مخالفې جبهې او د ښځو حقونو فعالان د ميليونونو ډالرو په بدل کې د پاکستان ګټو ته په کار کولو ملي خيانت ترسره کوي

    4 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د امريکا استازو جرګې د ايران پر وړاندې د جګړې د دوام لپاره د ټرمپ د واکونو محدودولو پرېکړه کړې

    4 جون 2026

    د امريکا حکومت ايراني الاصله‌ امريکايي سوداګر او شتمن جمشيد قومي ايران سره د همکارۍ په تور نیولی

    4 جون 2026

    د جمهوريت پر مهال د دفاع وزارت مرستیال تمیم عاصي: د طالبانو مخالفې جبهې او د ښځو حقونو فعالان د ميليونونو ډالرو په بدل کې د پاکستان ګټو ته په کار کولو ملي خيانت ترسره کوي

    4 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،165 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،103 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،206 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.