شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د المرصاد خبري ادارې په حواله، د خيبر پښتونخوا د خيبر ولسوالۍ په جبار میله سیمه کې نن ماښام شاوخوا ۶:۳۰ بجې د نامعلومو ډرون الوتکو له لوري په داعشیانو باندې هوايي بریدونه ترسره شوي. دغه بریدونه د داعشيانو په مرکزونو شوي دي، چې د هغوی د شتون او فعالیتونو په اړه تازه معلومات وړاندې کوي.د راپورونو له مخې، جبار میله د داعش د خراسان څانګې یو مهم مرکز دی، چې هلته د دې ډلې ګڼ شمېر وسله وال شتون لري. د دې ډلې ځینې مهمې څېرې، لکه ګل نظيم، صدیقیار او حذيفه په دې سیمه کې فعالیت کوي.المرصاد د خپلو سرچینو په حواله وړاندې لیکلي، نظيم چې د داعش د خراسان څانګې د مشرقي زون مسول دی، په ۲۰۲۴ کال کې جبار میله ته رسیدلی و او هلته یې د ځایي داعشيانو سره په مختلفو مرکزونو کې فعالیتونه ترسره کړي دي. حذيفه او صدیقیار چې د داعش ډلې مهم مشران بلل کېږي، د عبدالمالک نږدې ملګري دي. عبدالمالک چې د داعش ځایي مسؤول و، په اګست ۲۰۲۳ کال کې په خيبر ولسوالۍ د سور غر سیمه کې د نامعلومو وسله والو په برید کې و وژل شو.المرصاد ادارې له خپلو سرچینو څخه داسې عکسونه هم ترلاسه کړي چې ګل نظيم او صدیقیار د جبار میله په مرکز کې موجود دي، چې دا هلته د داعشیانو د شتون لپاره مهم شواهد او اسناد بلل کېږي.
بېړنی خبر: نورستان کې د شر او فساد ډلو ۱۵ غړي نور هم افغان ځواکونو ته تسليم شول او ۵۰ تنو نورو هم د تسلیمۍ غوښتنه کړې ده.26 سپتمبر 2026
د خيبر پښتونخوا اعلی وزير، سهيل افریدی: د اکتوبر پر څلورمه به دومره خلک لاریونونو ته راووځي، چې د پاکستان په تاریخ کې به یې ساری نه وي لیدل شوی26 سپتمبر 2026
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي: پاکستان کې نیول شوي مخدره مواد افغانستان پورې تړل بېبنسټه او سیاسي ادعا ده، اصلي سرچینه دې پاکستان کې ولټول شي او د نورو د تبلیغاتي وسیلې په توګه دې ترې کار نه اخلي25 سپتمبر 2026